ښه حکومتوالي

ښه حکومتوالي – د ډموکراټیک دولتوالي کلۍ

افغانستان په ډېروسیمو کې  د نااغیزمنه او غیرشفافه حکومتي جوړښتونو څخه رنځ وړي. په هماغه اندازه چې د دولتي لوبغاړو ظرفیتونه په ملي کچه کمزوري او اغلباً په اداری فساد، خپل سریو او شخصي ګټو ککړ دي، په هماغه اندازه دا ظرفیتونه د ولایاتو او ولسوالیو په کچه په ډیرو سیمو کې په سختۍ سره لیدل کیږي. د دولتي نهادونو کارکوونکي اغلباً نابسیا روزنه لري. سربیره پردې، د افغانستان دولت اوس هم تر زیاته حده پورې په بهرنیو مالي مرستو پورې تړاو لري. د دولتي نهادونو زیات شمیر اجراآت د هغو سلاکارانو په ملاتړ ترسره کیږي چې د بهر څخه تمویلیږي. له دې امله اکثراً د سمونوالي فعالیتونه او ټولنیز خدمتونه د نړیوالې تولنې د کار په توګه او نه د دولتي خدمتونو په توګه ګڼل کیږي. غیردولتي زورواکي، غیررسمي لړۍ او همداراز اداري فساد د دولتي نهادونو موثریت او اغیزمنتیا د پخوا په شان محدودوي.

حکومت همدارنګه د زیات سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مشارکت د پاره د قومي، مذهبي او قبیلوي ډلو د غوښتونو سره مخامخ شوی دئ. همداراز د افغان حکومت د عمل په توان باندې باور نه کیږي. دا کار د موازي جوړښتونو خطر زیاتوي.

له همدې کبله د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د اداري سازمانونو او دولتي جوړښتونو د پراخولو په لاره کې ملاتړ کوي. موخه داده چې د اداري فساد سره په اوږدمهال کې مبارزه وشي او اداری کارکوونکي په دې ډګر کې نوې روزنه ومومی تر څو ښاریانو ته ښه خدمتونه عرضه کړي او په پایله کې د دولتي نهادونو په نسبت د خلکو باور ټینګ شي.

د ښې حکومتوالۍ په اړه زمونږ د فعالیتونو په باب نور معلومات کولای شی د پروژو په تفصیلاتو او د "کیسو" تر سرلیک لاندې ولولوئ.

زمونږ کار پدی برخه کي

د ټولو ښاریانو دپاره حقوقی مصونیت د ۱۳۸۱ کال را پدې خوا د المان فدرال حکومت د هالند او فنلند سره یوځای د افغانستان ملاتړ کوي چې یو اغیزمن دولتی عدلي سیستم منځته راوړي. که څه هم په دې لاره کې ښه پرمختګونه شویدی، خو بیا هم یو لړ سمونتیاوو ته اړه شته تر څو د ښاریانو دپاره د قانون حاکمیت هم په ښاري سیمو کې او هم په کلیو کې تضمین شي. more
د یوه اغیزمن او باوري دولت دپاره اصلاحات د دولتې ادارو د اغیزمن کولو او د اداري فساد د مخنیوي په موخه، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د اصلاحاتو د لړیو څخه ملاتړ کوي او په دې لاره کې مسلکي کارپوهان د افغانستان نهادونو ته ورکوي. له دې ملاتړ څخه نه یوازې افغانی مسلکي کارکوونکي بلکه د هیواد ښاریان هم ګټه پورته کوي. more
دولتی ارګانونه د ټولنې د استنادي ستنو په توګه د دې لپاره چې په دولتي ادارو باندې د افغانستان د خلکو باورتیا غښتلې شي، د المان فدرال حکومت د دولتي جوړښتونو د پراختیا او مسلکي کارکوونکو د روزنې څخه په ځانګړې توګه د هیواد په کلیوالي سیمو کې ملاتړ کوي. more
د پراختیا شفافه طرحه کول او پلۍ کول په افغانستان کې ولایتې ادارې دنده لري چې د خلکو دپاره بیخبنا او عامه خدمتونو ته لاسرسۍ تامین کړي. د المان فدرال حکومت د دغو ادارو څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان په شمال کې بیخبنایي ګام اخیستنه پلۍ کړي، د کارونو لړۍ د پلان سره سم طرحه کړي او هغه په یوازې او ښه توګه ترسره کړي. په دې ډول دا حکومت مرسته کوي چې د افغانستان د خلکو ټولنیز-اقتصادي پراختیا وده وکړي. more
د بیارغونې د ایمني وجهي صندوق له لارۍ پرمختګ د المان فدرال جمهوري د افغانستان د بیارغونې دپاره د ایمني وجهي صندوق یو تر ټولو لویو مرستندویو هیوادونو څخه ګڼل کیږي. د دې صندوق مالي حجم چې د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي په ۲۰۱۸ کال کې د آلمان ونډه ۶۵ میلیونو یورو ته رسیده او اوس مهال یو لړ پراختیایي ګام اخیستنه له دې لارې تمویلیږي. مالي منجمنت د دولتي بودجې له خوا صورت مومي او د افغان حکومت سره مرسته کوي چې مالي وجهې په شفافه توګه اداره کړي، خپل عواید منځته راوړي او مالي وجهې د هغو ملي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره وکاروي چې تر ټولو زیات پراختیایي اړخ ولري. more
د اقتصادي ودې په موخه د کانونو دوامداره ایستنه په افغانستان کې د کان ایستنې سکتور یو ډیر ستر اقتصادي پوتنسیال دی چې کولای شي د هیواد پرمختګ ډیر زیات کړي. د دغه سکتور د بشپړ کارونې په موخه د المان فدرال حکومت د افغانستان د اړونده مراجعو څخه ملاتړ کوي چې په اوږدمهال کې کان ایستنه د نوښتونو د هڅولو او د شفافیت په رواجولو سره ترسره کړي. more
د سولې دپاره ځوانان د دې لپاره چې د افغانستان د ټولنې سوله ایزه وده تامین شي، داسې ټولنه چې د خلکو د پاره راتلونکي لرلیدونه پرانیزي، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د سولې د ملکي خدمتونو څخه ملاتړ کوي تر څو په هیواد کې اوسنۍ تاوتریخوالی له منځه ولاړشي. more

زموږ کيسې

Twitter icon
Facebook icon