په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 403
01.08.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د تله د میاشتې ۲۶ مه نیټه – نن د رسنیو ۱۸مه غونډه په کابل کې جوړه شوه. په دې غونډه کې درې تنه کارپوهانو او ۵۰ تنه ژورنالیستانو د راتلونکو پارلماني ټاکنو او د افغانستان لپاره د هغو د ارزښت په باب خپلې نظریې او افکار تبادله کړل. برسیره پردې، هغو په یوه عادلانه او شفافه لړۍ کې د رسنیو او مدنې ټولنې د ونډې اخیستنې په لارو باندې خبرې اترې وکړې. د څارنې، ارزونې او اړیکو (MEC) په نامه د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړې غونډې کوربه وو.
30.07.1397 | خبرپاڼه
د چیک د جمهوریت مرکز پراګ کې یو درې اونیزه روزنیز پروګرام چې په هغه کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د کان ایستنې او جیولوژۍ د پوهنځۍ او د کابل د پوهنتون اووه تنو ښوونکو ګډون کړی وو، پایته ورسید. په دې پروګرام کې د جیولوژۍ یو روزنیز کورس شامل وو چې د پراګ د چارلز په پوهنتون کې جوړ شوی وو تر څو افغانی ګډونوال خپل مهارتونه او پوهه پراخه کړي. د نوموړو پوهنتونونو زده کوونکي به د خپلو ښوونکو د نورو زده کړو د دوام له برکته د کان ایستنې د سمون ورکړل شوي زده کړو څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د کان ایستنې د اکادمیکو زده کړو (AMEA) تر نامه لاندې د افغان-المان د همکاری ځانګړی پروګرام نوموړۍ اقدام تسهیل او تمویل کړ.
25.07.1397 | خبرپاڼه
پرون د بلخ ولایت د دهدادي په ولسوالۍ کې د یوه سړک د بنسټ ایښدونې مراسم چې د مزارشریف د شولګرې سړک د فرقې د سیمې د پل بابوی سره نښلوي، پرځای شول. ولایتي دولتي کارکوونکو او د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا د وجهي صندوق (RIDF) استازو په نوموړو مراسمو کې ګډون کړی وو. د ټرافیکو د سمون ورکړل شویو شرایطو څخه به د ۲۸٬۰۰۰ نه زیات اوسیدونکي ګټه پورته کړي. د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست به دغه پروژه پلۍ کوي او د ودانیزو کارونو څخه به څارنه کوي. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه اقدام د ۶۸ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویلوي.
19.07.1397 | خبرپاڼه
پرون د کانونو او پټرولیم د وزارت ۲۰ تنو نارینه او ښځینه کارکوونکو په کابل کې یو درې ورځنۍ ورکشاپ په بریالیتوب سره پایته ورساوه. په دې ورکشاپ کې د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو د ونډې د ټینګښت په موخه د دې سکتور په پراختیا کې د جندر د رول په باب خبرې اترې وشوې. په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ټینګښت د پاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د کانونو او پټرولیم او د ښځو د چارو د وزارتونو سره یوځای دغه روزنیزه غونډه تمویل او پلۍ کړه.
17.07.1397 | خبرپاڼه
پرون د بدخشان ولایت د فیض آباد په ښار کې د یوه نوي قانون د طرحې په باب چې د رسمي او غیررسمي عدلي سکتورونو تر منځ اړیکه تنظیموي، د خلکو د سلامشورې یوه عامه غونډه جوړه شوه. په پام کې ده چې دا قانون به د افغانستان د اتباعو د حقوقي ډاډمنتیا کچه لوړه کړي. په ټولیزه توګه، شاوخوا ۴۰ تنو خلکو چې ۱۵ تنه یې ښځې وې په نوموړې غونډه کې ګډون کړی وو. دا غونډه په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) د پروژې په ملاتړ چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګام په چوکاټ کې کارکوي، د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا پلۍ شوې وه.
12.07.1397 | خبرپاڼه
تالقان، د ۱۳۹۷ کال د تله د میاشتې ۱۱مه نیټه – د تخار ولایت د ښځو د چارو یاست د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو د جندر د مرکزی فعالینو، دولتی کارکوونکو او د حقوقي نهادونو او همداراز د مدني ټولنې د سازمانونو د ۴۰ تنو دپاره د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه. د افغان-المان د همکارۍ د ادارې په چوکاټ کې په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د تینګښت پروګرام (RoL) د دې غونډې پلۍ کول او تمویل په غاړه درلود.
10.07.1397 | خبرپاڼه
د ۲۰۱۸ کال د تله د میاشتې ۸ مه نیټه – پړون په کابل کې د انجینرۍ، ودانیزې او مهندسۍ د پوهنځیو ۳۰ تنو ځوانو انجینرانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ځوانو متشبثینو د ملاتړ (YES) له پروګرام څخه فارغ شول. دا پروګرام د ځوانو انجینرانو د پاره تخنیکي پوهه او تشبثي مهارتونه برابروي او همدارنګه د خصوصي سکتور د اړونده موسسو سره په افغانستان کې د نوې کیدونکې انرژيو په ډګر کې د هغو د اړیکو د ټینګولو په لاره کې مرسته کوي. «په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا» تر نامه لاندې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام (IDEA) نوموړۍ روزنیز پروګرام جوړ او تمویل کړ.
10.07.1397 | خبرپاڼه
نن د افغانستان د عدلیې وزارت د راتلونکي ستراتیژۍ په باب د نظریو او وړاندیزیونو د راټولولو په موخه دوه ورځنۍ ورکشاپ پایته ورسید. په نوې ستراتیژۍ کې به عدالت ته د افغانستان د اتباعو د لاسرسۍ د سمونتیا لپاره نوي اقدامونه وټاکل شي. په ټولیزه توګه، د عدلیې د ریاستونو، د ښځو د چارو د ریاستونو، لوی څارنوالۍ، د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې او د مدنې ټولنې ۲۰۰ تنو استازو چې په نوموړي ورکشاپ کې سره راټول شوي و و او۳۰ تنه یې ښځې وې خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل. ننۍ ورکشاپ په مرکز کې د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان د کارکوونکو او په ولایاتو او ولسوالیو کې د حقوقي نهادونو د کارکوونکو لپاره د څلورو ورکشاپونو په لړۍ کې وروستۍ روزنیز اقدام وو. د نوموړو ورکشاپونو په جوړولو کې په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام چې د افغان-المان د همکارۍ د ادارې په چوکاټ کې پرمخ بوول کیږي، مرسته کړیده.
05.07.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر د میاشتې ۲۶مه نیټه – نن د ۲۰۱۸ کال لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د المان د فدرال جمهوریت تر منځ د پراختیایي همکارۍ په باب حکومتي خبرې په بریالي توګه پایته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په افغانستان کې د ۲۰ میلیاردو افغانیو (۲۳۴٫۰۶ میلیونو یورو) نه زیات د پانګونې ژمنه وکړه. نور تمویل د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې نږدې وختو کې اعلانیږي. دا همکاري به د ښې حکومتولۍ، پایښتونکې اقتصادي پراختیا، ښاري پراختیا او د ولسوالیو بیخبنا او همداراز د بشرپالنې مرستې او ثبات جوړونې په ډګرونو کې متمرکزه وي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې، د المان حکومت شاوخوا ۳۴۵ میلیارده افغانۍ (۴٫۰۶ میلیونه یورو) په افغانستان کې پانګونه کړیده.
02.07.1397 | خبرپاڼه
پرون ورځ د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک کې د دریو عالی لېسو د ودانوی د بنسټ ډبرې د اېښودنې مرسام ترسره شول. د ولایت د پوهنې ریاست، دولتی چارواکو او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو استازیو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو. دغه اسانتیاوې به هلکانو اوجنکیو ټول ټال ۵۴۰۰ زده کونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړې. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د سیمه ایزو زېربنا وو پراختیایی پانګې (RIDF) د پروژې په پلې کولو او د ښونځیو د ودانولو چارو کې د پوهنې له ولایتې ریاست سره شاوخوا ۱۱۱ملیونه لګښت مرسته وکړه.