استخراجي سکتور کې د ښځو د ګډون کولو د کچې لوړول

23.12.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د کب ۲۳ مه – پرون د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت یوه غونډه جوړه کړه چې موضوع يي د ښځو د نړیوالې ورځې په تړاو د " استخراجي صنعت کې د ښځو د ګډون کولو د کچې لوړول" وه. دې فعالیت د افغانستان د ښځو د تجارت او صنایعو اطاق (AWCCI) او د افغانستان د صنایعو او کانونو اطاق (ACIM) ښځینه متشبثین سره یو ځاې کړل ترڅو تبادله او همغږي سره آسانه کړي. ځانګړې تمرکز د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښځو د ګډون کولو د ترویج په څرنګوالي وه. تقریباً ۱۲۰ کسانو چې ۱۰۰ یې ښځې وي پدغه غونډه کې ګډون وکړ. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروګرام دغه غونډه ملاتړ کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې وزیرې، آغلې نرګس نهان، د اداري او مالي چارو معین، ښاغلي رباني او د وزارت د جنډر او بشري منابعو د رئیس په شمول نورو ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو پدغه غونډه کې ګډون وکړ. په هر دولتي او غیر دولتي سازمان کې باید د ښځو رول له سمبولیک ډول څخه فعال، کیفي او طبعي ډول ته بدلون ومومي.

د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښځو تعداد لږ دي. خوبیاهم، د افغانستان د باثباته اقتصادي پرمختګ په موخه د هغو د بشپړې وړتیا کارولو لپاره، د ښځو کار او تخصص اړین دي. ننۍ غونډه ځکه ګډون کونکو ته د ښه راغلاست یو فرصت وه چې د کانونو په صنایعو کې د ښځو د دندو او سوداګرۍ فرصتونه تشخیص او پرې بحث وشي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې ډيرې ښځې په اقتصادي برخه کې په ځانګړې توګه په تخنیکي دندو کې کار وکړي. خوبیاهم، د ۳۰۰ ښځو له ډلې څخه چې اوس مهال د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا په دندو ګمارل شویدي، یواځي ۲۵ تنه یي تخنیکي کارکونکې دي چې اړونده برخو کې د لیسانس لرونکې دي – او د پریکړه کولو په پروسې کې کوم رول نلري. له همدې امله، د کانونو او پټرولیم وزارت اوس مهال د جنډر پداسې پالیسۍ کار کوي چې اړونده وزارت کې د ښځو ونډه اخستل آسانوي. پدې اړه د یوې مرحلې په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۳ ښځینه کارکونکو پدغې غونډې کې خپل د لیسانس تصدیق پاڼې ترلاسه کړې او وهڅول شوې چې وزارت کې مهمو بستونو ته درخواست وکړي.

یوې فارغ التحصیلې، آغلې نوریه بابکرخیل وویلې، ‌«زه له خپلې لیسانس تصدیق پاڼې سره ډیره ډاډه یم او د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د رهبریت لوړو بستونو ته د درخواست کولو بشپړه وړتیا لرم. زمونږ د ظرفیت ارتقا یواځنۍ لیاره ده چې مونږ د پریکړې کولو په بستونو کې کار وکړو.»

افغانستان کې د کانونو د ایستنې په اړه ښې حکومتولۍ ته وده ورکول د آلمان د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت په استازېتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  له لوری پلي کېږی. د کانونو د اېستنې په اړه د افغانستان پوره پیاوړي کولو په مؤخه د دولت د عایداتو ډېرول، په سکتور کې د پانګونې وده او د فساد سره مبارزه ده. دغه پروژه شریکانو ته روزنه ورکوی ترڅو د کانونو په اړه کړنې رڼې د قانون مطابق او همداراز د روغتیا او چاپریال د نړی والو معیارونو سره سمې ترسره شی. د نورو کړنو سره سره، دغه پروژې له۱۳۹۲ کال را پدېخوا د ۳۱۰ څخه زیاتو د کانونو معاینه کونکو او د کانونو او صنایعو په وزارت او ولایتونو کې نورو کارکونکو ته  ۲۱ روزنیز کورسونه لکه: د کانونو پلان کول، د کانونو اقتصاد او د کانونو څارنه دایر کړی دی. په ورته وخت کې، نوموړي پروګرام د افغان مېرمنو لپاره د ۱۳ بورسونو پانګونه کړې ترڅو په سکتور کې د مېرمنو ونډه اوچته کړی. پروګرام په راتلونکې کې د افغانستان د کان اېستنې د صناعیو د روڼتیا AEITI ملا تړ کوی ترڅو روڼتیا ته وده ورکړي او له فساد سره مبارزه وکړي.

Twitter icon
Facebook icon