تړون لاسلیک شو: استنادي دیوال او د اوبو لګولو بیا رغول شوی کانال چې د تخار ولایت ۲۰۰۰۰ اوسېدونکي ګټه اخلي

13.09.1397
د تخار ولایت تالقان ولسوالۍ، د ۱۳۹۷ هجری کال د لینده۱۲ نېټه: پړون د افغان- آلمان همکارۍ او د تالقانو رود حوزې اداره (TRBA) په تخار ولایت کې د اوبو لګولو د یو کانال جوړولو او د ۱.۵ کیلومتره اوږدوالي په اندازه استنادي دیوال جوړولو تړون لاسلیک کړ. د حاجي رشید او زرګري کلیو له ۲۰۰۰۰ څخه زیات اوسېدونکي به له دې څخه ګټه پورته کوي. د ۳۰ ولایتي چاراکو د تخار په مرکز تالقان کې د تړون لاسلیکولو په غونډه کې ګډون کړی وو. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIFD) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې تقریباً ۱۲۲ میلونه افغانۍ کېږي.

د دغه تړون لاسلیکولو په مراسمو کې د تخار والي ښاغلي ډاکټر صاحب فضل الله مجددي وویل، "دغه پروژه ډېر مثبت تأثیرات لري او د ځایي اوسېدونکو ژوند به ښه کړي. زه غواړم چې د ولایت په کچه ټول سکتوري ریاستونه تشویق کړم څو زیات هڅو کولو ته دوام ورکړي."

 اوسمهال، په تخار ولایت کې د حاجي رشید او زرګري په نوم زیات نفوس لرونکي کلي له سیلابونو څخه زیانمنېږي چې دا کار د ځایي خلکو هستوګنځایونو/کورونو ته د جدي خطر لامل ګرځېدلای شي. پر دې سربېره، په زیات باران کې دولتي ادارو، ښوونځیو، بازارونو او روغتیایی کلینکونو ته د لاسرسي پرمهال دغه کلیوال له لوی ستونزو سره مخامخ کېږي. په ورته وخت کې، د نورالله په نوم د اوبو لګولو محلي کانال په کافي اندازه اوبه نه توزيع کوي څو په دغه سیمه کې موجوده کرنیزه ځمکه په کافي اندازه خړوبه/اوبه کړي چې په پایله کې د کمو حاصلاتو لامل کېږي.

د پنجې آمو رود خونې عمومي رئیس ښاغلي محمد سلیم اکبر ټینګار وکړ، "زه ویاړم چې نن موږ د تخار په ولایت کې د یوې بلې بنسټيزې پروژې د قرارداد لاسلیکولو شاهدان یو. دا پروژه د دې سیمې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ډېره مهمه پروژه ده.

ډیرې هغه ستونزې چې نن ورسره کلیوال مخ دي، ډېر ژر به لمنځه لاړې شي. استنادي دیوال به دواړه کلي او همدارنګه د تالقان د رود حوزې ادارې ته نږدې مهم زېربناوې لکه پاخه سرکونه او د څښلو اوبو کوهیان خوندي کړي. کله چې د نورالله د اوبو لګولو کانال ورغول شي، نو دا به تر څلور سوه هکتاره (له ۸۰۰ جریبه څخه زیاته) کرنیزې ځکمې ته د اوبو باوري توزیع زمینه برابره کړي او کرنیز تولید کچه به لوړه کړي. په دې ډول سره به نوی زېربنا په دغه سیمه کې ټولنیز اقتصاد پراخه کړي او د ځایي اوسیدونکو د ژوند کولو شرایطو ته به وده ورکړي.

د دغه پروژې ساختماني چارې به تقریباً ۱۴ میاشتې وخت نیسي او ځایي خلکو ته به د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي. په دغه ټوله موده کې به د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) هغه انجینرانو او مدیرانو ته چې د تالقان د رود حوزې ادارې له خوا استخدام شي، د دندې پرمهال روزنه، او د لارښوونې او مشورې روزنیز پروګرامونه ورکړل شي. د دغه فعالیتونو موخه په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو په ګوته کولو، اداره کولو، پلي کولو، او دوام ورکولو لپاره د تالقان د رود حوزې ادارې ظرفیتونو لوړول دي.

 

دغه پروژه د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا د وجهي صندوق د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د KfW پراختیایي بانک لهخوا پلي کېږي. د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناوو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواک ډول پراختیایي پروګرامونه پلان او پلي کړي. په تېرو ۷ کالونو کې، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلو متره څخه زیات سرکونه، ۵۰ کیلو متره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړی پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه تمویل، جوړ او بیا رغولي دي او اوسمهال په سمنګان ولایت کې هم د دوه ښوونځیو د بیا رغولو پروژې پلي کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام له ۳۰۰۰ څخه زیاتو انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د دندې اړوند د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه تنظیم کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي.

Twitter icon
Facebook icon