د اداري فساد او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه: په نوي ډهلي کې د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز مهمو کار کوونکو ته روزنیز پروګرام

18.11.1397
نوی ډهلي، هند، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبروۍ میاشتې اوومه نېټه – نن ورځ، د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز (ACJC) ۱۲ مهمو غړو د هند په نوي ډهلي کې د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د مبارزې په اړه په ځانګړي شوي روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. له ۲۰۱۸ زېږدیز کال را پدېخوا، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسۍ (OPAF) د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ټولټال ۲۸ مهمو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره درې پر له پیسې روزنیز پروګرامونه تمویل او برابر کړل. اوس دوی کولای شي چې خپل مهم کارونه په خورا مهارت او اغېزمنتیا سره ترسره کړي

نوی ډهلي، هند، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبروۍ میاشتې اوومه نېټه – نن ورځ، د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز  (ACJC) ۱۲ مهمو غړو د هند په نوي ډهلي کې د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د مبارزې په اړه په ځانګړي شوي روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. له ۲۰۱۸ زېږدیز کال را پدېخوا، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسۍ (OPAF) د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ټولټال ۲۸ مهمو کارکوونکو  د ظرفیتونو لوړولو لپاره درې پر له پیسې روزنیز پروګرامونه تمویل او برابر کړل. اوس دوی کولای شي چې خپل مهم کارونه په خورا مهارت او اغېزمنتیا سره ترسره کړي.  

د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز رئیس القضات، آغلې انیسه رسولي د دغو روزنیزو فعالیتونو ستاینه وکړه او په دې یې تأکید وکړ چې لکه څرنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده چې د پیسو تطهیر زموږ لپاره د مهارت یوه نوې برخه ده او موږ په چټکۍ سره دې معلوماتو ته اړتیا درلوده څو په خپل هېواد کې د پیسو د تطهیر په اړه راولاړې شوې ستونزې حل کړو.

د نوي ډهلي د دغه روزنیز پروګرام په ګډونوالو کې دوه قاضیان او لس (۱۰) څارنوالان موجود دي څو وکولای شي د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي. په ټول روزنیز پروګرام کې نړیوالو کارپوهانو اړونده نظري او عملي معلومات بیان کړل. د دغه روزنیز پروګرام ګډونوالو د پیسو د تطهیر پر ضد د مبارزې او همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د مالي میتودونو په اړه د موجوده نړیوالو قوانینو او قانوني کاري چوکاټونو د مهمو اړخونو په اړه زده کړه وکړه. په عملي مهارتونو کې د مضنونیو تعقیب، د مالي استخباراتو لپاره تخنیکونه او د خارجي جوړښتونو او باورونو تحلیل شامل دي.

آغلې رسولي له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ ادارې او په ځانګړي ډول د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسۍ څخه مننه وکړه. هغې په پای کې وویل چې د پیسو د تطهیر په اړه موږ له یو څو داسې قضیو سره مخ شوی وؤ چې حلول یې خورا ستونزمن وؤ. نو یوې داسې پایلې ته رسېدل چې محکمې او څارنوالۍ دواړو ته د منلو وړ وي، ستونزمن وؤ. د نړیوالو قوانینو په اړه پوهه او کاري چوکاټونه او همدارنګه نوي مهارتونه او تخنیکونه چې د نړیوالو ادارو له لورې کارول شوي دي،  به یقیناً له موږ سره په خورا اغېزمن او مؤثر ډول د لا زیاتو قضیو په مخ پر وړاندې وړلو کې مرسته وکړي.  

د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په ۲۰۱۶ کال کې تأسیس شو څو د افغانستان په عامه سکتور کې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي. دا مرکز له پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰) افغانیو څخه د زیاتې اندازې د فساد او د هغو سترو جرمونو په اړه سترې قضیې حلوي چې په کې لوړ پوړې دولتي چارواکي شامل وي. اوسمهال د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په بېلابېلو عملیاتي برخو کې له ډونرانو څخه مالي مرسته ترلاسه کوي، خو داسې ظرفیتونه نه لري چې په پراخه کچه د فساد بېلابېلې قضیې اداره کړي. نو لدې امله د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز اجرائیوي ریاست په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د ظرفیت پراختیا یو پلان جوړ کړ چې په هغه کې د دغه مرکز کارکوونکو ته د اړوندو موضوعاتو په اړه روزنیز پروګرامونه شامل دي.

د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسي (OPAF) ) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د ۲۰۰۹ زېږدیز کال راپدېخوا، دغه پروژه په دولتي ادارو کې د ماهرو کارکوونکو ګمارل تمویلوي او د غوره حکومتولی له معیار سره سم د اصلاحاتو  تطبیق ته د اسانتیا برابرولو او د ظرفیتونو رامنځته کولو په موخه د دوی کارکوونکي روزي. د دوی په نورو په فعالیتونو کې، دغې پروژې تر اوسه هغو ۱۳۰ کارکوونکو ته چې په دولتي ادارو کې کار کوي مسلکي او د دندې اړوند روزنیز پروګرامونه برابر کړي دي چې په دې روزنیزو پروګرامونو کې د مالي، ډاټا/معلوماتو د تحلیل او د فساد ارزونې په اړه کورسونه شامل دي. په ورته وخت کې، دغه پروژه د دولتي ادارو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اروزنې په اړه د اتو راپورونو په جوړولو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او اروزنې خپلواکې ګډې کمېټې (MEC) سره مرسته کړې ده.   

Twitter icon
Facebook icon