د استخراج په سکتور کې ښې حکومتولۍ ته وده ورکول – د معلوماتو تبادله او همکاري

15.02.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د غویی د میاشتې ۱۵مه نیټه – پرون د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت او د افغان-المان د همکارۍ ادارې په کابل کې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې د ۵۰ تنو استازو په ګډون یو ورکشاپ جوړ کړ. د دې ورکشاپ د جوړولو موخه داوه چې د استخراج په سکتور کې د اړونده مراجعو تر منځ مناسبه همکاري او د معلوماتو تبادله بیرته را منځته کړي. دا راز هڅې به په افغانستان کې د کان ایستنې په باب د ارقامو او معلوماتو د توحید سبب شي او د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت (EITI) د سازمان له خوا په هیواد کې د دې سازمان د سټنډرډ د پلۍ کیدو د څیړنې یو شرط به برابر کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم د وزارت سرپرستې میرمن نرگس نهان په نوموړي ورکشاپ کې د خپلې وینا په ترڅ کې داسې وویل: «زمونږ وزارت غواړي چې په دې برخه نور هم کار وکړي. مونږ په هیواد کې د EITI د سټنډرډ د پلۍ کیدو د بریالي څیړنې او تائید لپاره د روڼتوب یوه انټرنټي پاڼه جوړه کړیده چې په هغه د استخراج او عوایدو ارقام او معلومات په ژوندۍ توګه خپریږي ترڅو دغه معلومات د شریکانو سره شریک شي او په نوموړې لړۍ کې وکارول شي.»

د افغانستان د کان ایستنې سکتور یو لوی اقتصادي پوتنسیال لري چې کولای شي اقتصادي ودې ته د پام وړ زیاتوالی ورکړي. د EITI سټنډرډ د استخراج په سکتور کې د روڼتوب او حکومتولۍ نړیوال نورمونه ګڼل کیږي. دغه سټنډرډ د نفت، ګاز او منرالونو د سرچینو د کنټرول او مدیریت معیارونه ټاکي چې د حکومتونو له خوا د شرکتونو او مدنې ټولنې په همکارۍ پلۍ کیږي. هغه هیوادونه چې دا معیارونه پلۍ کوي، د مالیاتو، جوازونو، تړونونو، تولیداتو او د طبیعي سرچینو د استخراج د نورو مهمو عناصرو په اړه اطلاعات بربنډوي. افغانستان د ۲۰۱۰ کال راهیسې د نوموړي سازمان له خوا د دغه سټنډرډ د پلي کیدو د څیړنې او تائید یو کاندید دئ.

د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت دارالانشا په ډاګه کړه چې د اړونده لوریو په منځ کې د همکارۍ او د معلوماتو د شریکولو کموالۍ او همدارنګه د نوموړو معیارونو څخه د عمومي پوهاوي نشتوالۍ په افغانستان کې د دې سازمان د نورمونو د پلۍ کیدو د تائید د پروسې خنډونه دي. د سکتوري وزارتونو یو شمیر واحدونه او همداراز استخراجي شرکتونه د نوموړو شمیرو او معلوماتو د راټولولو دنده په غاړه لري. د دې ورکشاپ موخه د نوموړو مراجعو تر منځ د اغیزمنو اړیکو او د پوهې شریکولو ته رسیدل وو. د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت دارالانشا مشر ښاغلي حشمت الله سایس څرګنده کړه چې «د EITI د نورمونو په باب پوهاوي اړینه ده. مونږ یوازې هله کولای شو د بریالو پایلو هیله ولرو چې په ګډه سره خپل رول په ښه توګه ترسره کړو.»

د ورکشاپ ګډونوال په هیواد کې د نوموړي سازمان له خوا د EITI سټنډرډ د تائید د پروسې د شرایطو او د اړونده ننګونو د رفع کولو د څرنګوالي سره آشنا شول. هغوی اوس کولای شي اړونده معلومات د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت دارالانشا ته برابر کړي. دا ورکشاپ د اړونده مراجعو یوه شبکه منځته راوړه چې پخوا به یې په یوازې توګه فعالیت کاوه. دغه مراجع همدارنګه په نوموړې پروسه کې د خپل رول په اړه یو بل مسئول ګڼي.

د نوموړي سازمان له خوا په افغانستان د سټنډرډ د پلۍ کیدو رسمي تائیدول به د هیواد د استخراج په سکتور کې یوه لویه سمونتیا وي چې عواید به په بشپړ دقت او حساب ورکونې سره راټولیږي او دا کار به د افغانستان د پراختیا سره مرسته وکړي. د معلوماتو شفافیت او روڼتوب به د اداري فساد د مهارکولو، د یوه باوري او عادلې ادارې په توګه د حکومت د دریځ د ټینګولو او د نړیوالو پانګه والو د جلبولو سبب وګرځي.

د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې پروګرام (MinGov) د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې لپاره چې په افغانستان کې د کان ایستنې د سکتور پوټنسیال په بشپړه توګه وکارول شي، نوموړۍ پروګرام په پام کې لري چې په استخراجي سکتور کې دولتي عواید زیات کړي، پانګونه وهڅوي او د افغانستان د اداري فساد سره مبارزه وکړي. دا پروژه اړونده مراجعو ته روزنه ورکوي تر څو تامین کړي چې د کان ایستنې کارونه په شفافه توګه او د هیواد د نافذه قوانینو او د روغتیا او ژوند چاپیریال د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کیږي. د نورو کارونو تر څنګ، دې پروژې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د بیلابیلو موضوعګانو لکه د کانونو د پلان جوړونې، د کان ایستنې د اقتصاد او د کان ایستنې د څارنې د مدیریت په باب ۲۶روزنیز کورسونه د کانونو د ۳۸۰ تنو څارونکو او د کانونو او پټرولیم د وزارت او د هغه د ولایتي ادارو د نورو کارکوونکو لپاره جوړکړي دي. په عین حال کې، نوموړي پروګرام په دې سکتور کې د ونډې اخیستنې د ودې په موخه د افغانو ښځو لپاره ۱۳ سکالرشپونه تمویل کړي دي. برسیره پر دې، دا پروژه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) څخه د روڼتوب د ودې او اداري فساد سره د مبارزې په موخه ملاتړ کوي.

Twitter icon
Facebook icon