د افغانستان د صکوکو دولتي مطبعه خپل د روزنځای د بنسټ ایښودلو مراسم په کابل کې ترسره کوي

18.05.1397
کابل، د ۲۰۱۸ کال د آګست د میاشتې ۹مه نیټه – پرون د کابل د جنګلک په سیمه کې د جعل نه کیدونکي سندونو د امنیت د لوړې کچې لرونکې پلان شوې تولیدي موسسې د روزنځای د بنسټ ایښیدلو مراسم ترسره شول. په دې ځای کې چمتوشوي روزنې به د نوموړې ادارې کارکوونکو ته ددې امکان ورکړي چې رسمي امنیتی اړونده سندونه تولید کړي او خپله تولیدي کارخانه په سمه توګه پرمخ بوزي. د افغانستان د مالیې وزارت د ۳٫۳ میلیاردو نه زیاتو افغانیو په لګښت د تولیدي کارخانې ودانول تمویلوي. د ودانۍ طرحه او ډیزاین د افغانستان د صکوکو د دولتي مطبعې د پروژې (ASPH) له خوا د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام په چوکاټ کې برابر شوی دئ.

په نوموړو مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي داسې وویل: «د افغانستان د صکوکو دولتي مطبعه لومړنۍ بیخبنایي پروژه نه ده چې د المان په مرسته پلۍ کیږي. د افغانستان سره د المان همکاري تاریخي ریښې لري.»

وروسته بیا په کابل کې د المان میشته سفیر ښاغلي هسمن داسې ټینګار وکړ: «زما د پاره ډیر د خوشحالۍ ځای دئ چې د افغانستان د صکوکو د دولتې مطبعې د روزنځای د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې ګډون کوم. کله چې دا دولتي مطبعه بشپړه شي، افغانستان به یو بل ډیر باارزښته ظرفیت په خپل واک کې ولري او وبه کولای شي چي خپل جعل نه کیدونکي سندونه پخپله تولید کړي. دا پروژه همداراز نه یوازې د المان د فدارلي حکومت او د افغانستان د حکومت دواړو د تمویل د کچې له پلوه، بلکه همدارنګه د افغانستان د دولتي مطبعې د پارټنرې موسسې یعنې د المان د فدارلي مطبعې (Bundesdruckerei) سره د نږدې همکارۍ له امله د افغان-المان د همکاریو یوه د پام وړ نمونه ګڼل کیږي».

په پام کې ده چې د افغانستان د صکوکو دولتي مطبعه به د امنیتي اړونده سندونو د ناوړه ګټې اخیستنې کچه راټیټه کړي او په دې توګه به د امنیتي ادارو او عامه ادارې اغیزمنتیا ته سمون ورکړي. دا مطبعه به افغان حکومت ته د دې توان ورکړي چې د نړیوالو معیارونو او مقرراتو سره سم جعل نه کیدونکي لوړ ډاډمن سندونه تولید او د افرادو د هویت ډاډمنه تائیدونه به تامین کړي.

د ودانیزو اقدامونو برسیره، په نوموړې پروژه کې په عصري ماشین آلاتو او لوړې تکنالوژۍ باندې د صکوکو د دولتي مطبعې سمبالول او همدارنګه د دغې دولتې مطبعې د سم مدیریت په موخه د اړوینو ظرفیتونو د منځته راوړلو په لاره کې د مطبعې څخه ملاتړ هم شامل دي. د روزنیز پلاتفرم یا روزنځای ودانیز کار به د راتلونکي عیسوي کال په پیل کې بشپړ شي.

د افغانستان د صکوکو دولتي مطبعې پروژه (ASPH) د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د بهرنیو چارو د فدارل وزارت په استازیتوب پلۍ کیږي. د افغانستان د مالیې د وزارت سره په همکارۍ د دې پروژې موخه داده چې په افغانستان کې د امنیت د لوړې کچې لرونکې داسې  تولیدي کارخانه منځته راوړي چې وکولای شي د نړیوالو معیارونو او مقرراتو سره سم د افغانستان د ملي امنیت اړونده سندونه تولید کړي. دا کار به د اشخاصو د ډاډمن هویت د تائیدولو له لارې د امنیتي ادارو او عامه ادارې اغیزمنتیا ته سمون ورکړي. د المان د بهرنیو چارو وزارت د کابو  ۳ میلیادو افغانیو په ټولیز لګښت دا پروژه تمویلوي.

Twitter icon
Facebook icon