د المان حکومت د ۱،۵ میلیاردو افغانیو په لګښت په افغانستان کې نوې بیخبنایي پروژه تمویلوي: د کابل سیند ګاونډیو سیمو ته بدلون ورکول (KARIT)

08.06.1397
کابل، د ۲۰۱۸ کال د اګست د میاشتې ۳۰مه نیټه – پرون د افغانستان د حکومت مشرانو، د کلتور لپاره د آغاخان بنسټ (AKTC) او همدارنګه د المان د KfW پراختیایي بانک د کابل سیند ګاونډیو سیمو ته د بدلون ورکولو (KARIT) په نامه د یوې پروژې په اړه چې اوس پیل کیږي یو شمیر تړونونه لاسلیک کړل. د افغانستان ولسشمر ډاکټر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او په کابل د المان د سفارت یو شمیر سیاسي چارواکو په نوموړې لوړپورې غونډه کې ګډون کړی وو. د المان حکومت (د المان د بهرنیو چارو وزارت) دا پروژه د المان د KfW د پراختیایي بانک له لارې د ۱،۵ میلیاردو افغانیو په ټولیز لګښت د راتلونکو ۳۰ میاشتو په بهیر کې تمویلوي

د کابل ښار په ټاکل شویو ګذرونو او سیمو کې د ښار د ټولنیز او اقتصادي بیخبنا ته سمون ورکول او بیارغول به د نوموړې پروژې د پام په مرکز کې ځای ولري. دا پروژه به تاریخي کلتوري میراث او همداراز د ژوند د چاپیریال او ټولنیز-اقتصادي اړخونه د پروژې د پلۍ کولو په ټولو پړاوونو کې په پام کې ونیسي.

هم د ښارجوړنې او کورجوړونې وزارت او هم د کلتور د پاره د آغاخان بنسټ به دا پروژه په ګډه سرته ورسوي. نوموړۍ بنسټ به د پروژې د ټولو برخو د تطبیقولو دنده په غاړه ولري.

د دې پروژې موخه داده چې عامه سیمې او ټاکل شوي زونونه د اقتصادي کړنو د پاره جوړ او سمون ومومي. د مرکزي کابل په ټاکل شویو سیمو کې د بنسټیزې بیخبنا د کچې لوړول او د هغې څخه اغیزمنې ګټې اخیستنې ته وده ورکول به په ټول ښار کې د ټولنیز-اقتصادي او د ژوند چاپیریال د شرایطو د سمون ورکولو په لاره کې د پام وړ مرسته وکړي. دا پروژه په داسې حال کې چې تاریخي او کلتوري چاپیریال ساتي، هڅه کوي چې په یوه تاریخي ځای کې د کارکولو او ژوند کولو تر منځ یو انډول منځته راوړي. په دې توګه به د سوداګرۍ، بازارونو، او کوچنیو تشبثاتو فرصتونه زیات کړي.

د سیمو اوسیدونکي، سوداګر او د ګذرونو، ساحو او نواحیو عابرین به چې شیمر یې کابو ۳۹۰ زرو تنو ته رسیږي د نوموړې پروژې د کړنو څخه په نیغه ګټه پورته کړي. دا پروژه به همدارنګه د صنعني ماشین خانې فابریکه بیاورغوي. ښه بیخبنا به تعلیمي موسسو، روغتیایي مرکزونو، درملتونو، د ښاري ادارو، اقتصادي بازارونو او ډیرو نورو ځایونو ته د خلکو لاسرسۍ ته سمون ورکړي. په دې توګه، دا پروژه به د هغو سیمو د اوسیدونکو د ژوند د شرایطو د کچې په لوړولو کې باارزښته رول ولوبوي کوم چې له دغې پروژې څخه په نیغه ګټه پورته کوي، او په ښار کې به ټولنیز یووالي ته ټینګښت وبښي. 

Twitter icon
Facebook icon