د بلخ په سیمه ایز روغتون کې د مور او ماشوم د مرکز لپاره د تجهیزاتو برابرول

02.10.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د مرغومی د میاشتې 2 مه نیټه – پرون د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د مرکز لپاره چې د ۳۶۰ بسترو په ظرفیت په مزارشریف کې د بلخ د سیمه ایز روغتون په انګړ کې ودان شوی دی د طبي او غیرطبي تجهیزاتو د پیریدلو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د هغه مرستیالان، او د اجرائیه رئیس منشی هم ګډون کړی وو. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د دې مرکز ودانول او همداراز د نوموړو تجهیزاتو پیریدل تمویل کړي دي.

اوسمهال، د بلخ په ولایت کې د زیږوونکو میندو او کوچنیو ماشومانو دپاره یوې هراړخیزې روغتیایي پاملرنې ته لاسرسۍ تر اوسه هم محدود دی. له همدې امله، د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د بلخ په سیمه ایز روغتون کې د مور او ماشوم د نوي مرکز سایټ پرانیست چې د هغه ودانیز کار د افغان-المان د همکارۍ په مالي مرستې د 1397 کال د  تله د میاشتې په  13مه نیټه بشړ شوی دی. د نویو او نورو طبی او غیرطبی تجهیزاتو په نصبولو سره به د بلخ سیمه ایز روغتون د دې توان ولري چې د بلخ ولایت او ګاونډیو ولایاتو د اوسیدونکو د پاره هراړخیزه ولادي او نسایي روغتیایی پاملرنه برابره کړي. نوموړئ نوئ مرکز به د 1398 کال د غویی په میاشت کې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو پیل وکړي.

د تړون د لاسلیک د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز داسې وویل: «غواړم د المان څخه د افغانستان د روغتیایي سکتور سره د هغه هیواد د دوامداره مالي او تخنیکی همکارۍ له امله مننه وکړم. مونږ هیله لرو چې زمونږ ګډې هلې ځلې به د نړیوالې ټولنې سره یوځای په هیواد کې د روغتیا وضعې ته سمون ورکړي، ترڅو چې افغان وګړي دیته اړ نشي چې د خپلې معالجې لپاره هر وار د هیواد نه بهر ته سفر وکړي.» په افغانستان کې د المان د KfW د پراختیایي بانک مرستیال ښاغلي ډاکټر همایون عالمي زیاته کړه: «نوموړي تجهیزات به په المان، جاپان او نورو هیوادونو کې وپیریدل شي او بیا به د 1397 کال د سلواغه او 1398 وری د میاشتو تر منځ په روغتون کې نصب شي. ډیره مهمه خبره داده چې دنويو تجهیزاتو او همداراز د روغتون د ودانۍ څخه د روغتون د مشرتابه له خوا په سمه توګه ساتنه او څارنه وشي تر څو هیوادوال وکولای شي د هغو څخه د یوې اوږدې مودې لپاره ګټه پورته کړي.»

د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د المان د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب د ۱،۳ میلیارده افغانیو د مرستې په کولو سره په مزارشریف کې د مور او ماشوم د مرکز د ودانولو او همدارنګه د دې مرکز د خدمتونو د وړاندې کولو د پاره د تجهیزاتو د برابرلو څخه ملاتړ کړی دی. د طبی او غیرطبی تجهیزات ټولیز لګښت به ۱۲۰ میلیونو افغانیو ته ورسیږي.

په مزارشریف کې د مور او ماشوم د مرکز ودانول د افغانستان په شمال کې د روغتیایي پاملرنې د سمون په موخه د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د هڅو یوه برخه جوړوي. د ۲۰۰۶ کال راهیسې دا پروګرام د KfW پراختیایي بانک له لارې د هیواد د عامې روغتیا د بیخبنا د پراخولو او او عصري کولو په موخه ډیرې پروژې پلۍ کړي دي. په مزارشریف کې د بلخ د سیمه ایز روغتون د بیارغولو او عصري کولو تر سره ترڅنګ په فیض آباد کې د بدخشان ولایتي روغتون، د کندز سیمه ایز روغتون او په تالقانو کې د تخار ولایتي روغتون، څو نور د ولسوالۍ روغتونونه او همداراز لومړني او جامع روغتیاي مرکزونه نوي جوړشوي یا بیارغول شوي دي. 

 

Twitter icon
Facebook icon