د سرحدونو هاخوا زده کړه: د پایښت لرونکې انرژي ماسټر برنامو لپاره ورکشاپ

14.05.1398
دوبۍ ، متحده عربي امارات، د ۱۳۹۸ کال د زمري څوارلسمه - پرون په دوبۍ کې ، د پایښت لرونکې انرژي پوهنتون د درجې د پراختیا لپاره دری ورځنۍ لومړنئ څیړنې (بیس لاین مطالعې) ورکشاپ پای ته ورسید. څلور افغان پوهنتونونه او یو الماني پوهنتون به په ګډه کار وکړي ، څو د خپلو مهارتونو په شریکولو دا کورس رامینځته کړي او زده کونکو ته د مرکبې زده کړې له لارې په آنلاین او مخامخ ډول زده کړه ورکړي. په دې ورکشاپ کې د انرژي او اوبو وزارت ، د لوړو زده کړو وزارت ، د افغانستان د نوی کیدونکي انرژۍ اتحادیې ، او اړوندو پوهنتونونو استازو په ګډون ۲۱ تنو نارینه وو او ښځو برخه اخیستې وه. دا غونډه د افغانستان-المان همکارۍ په ملاتړ جوړه شوې وه.

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک برنامو د پراختیا رییس ښاغلي زبیر صدیقي څرګنده کړه ،« د افغانستان په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ درجې برنامې رامینځته کول به د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې خورا متخصصین پیدا کړي او د افغانستان ټولنیز - اقتصادي پرمختګ کې به مرسته وکړي.»

په افغانستان کې څلور پوهنتونونه د نوي کیدونکي انرژۍ او انرژۍ موثریت ماسټرۍ سند برنامې پلي کوي. دوی به د مینځپانګې رامینځته کولو او وړاندې کولو لپاره په جرمني کې د آلمان د بیوټ له پوهنتون (Beuth University) سره شراکت رامینځته کړي. زده کونکي به د نوي کیدونکي انرژۍ او انرژۍ موثریت په برخو کې پوهه ترلاسه کړي، هغه موضوعات چې د افغانستان خصوصي سکتور کې ورځ تر بلې ارزښتناک کیږي.

د هرات پوهنتون رییس ښاغلي عبدالله فیض وویل ، « د هرات پوهنتون د ماموریت برخه د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د پوهې او مهارتونو تولید دی. د ماسټرۍ سند به د نوي کیدونکي ټیکنالوژیو ژور پوهه وړاندې کړي ، د قوي حکومت ګټو سره په ساحه کې تخصص کولو فرصتونه چمتو کړي.»

د نوي کیدونکي انرژۍ سکتور کې پوهې ته تقاضا ډیره ده. حکومت پدې وروستیو کې د ۲۰۰۰ میګاواټه نوی کیدونکې انرژۍ د تولید هڅه پیل کړې ده. دا نوښت به د انرژۍ نوي سکتور ته خصوصي پانګه اچونه راجلب کړي ترڅو د نوي کیدونکي انرژۍ تولید اسانه شي، له ګاونډیو هیوادونو څخه د انرژۍ وارداتو باندې تکیه کمه شي، او د کار نوي فرصتونه رامینځته شي. د ښه روزل شوو کارکوونکو په وسیله د دې پوستونو ډکول مناسبې علمي زده کړې ته اړتیا لري.

په ورکشاپ کې ، ګډونوالو د نوې برنامې پلي کولو لپاره د نقشې او مهال ویش ، احتمالي نصاب ، او د بیوت پوهنتون څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د پروژې پلان په اړه بحث وکړ. د دواړو هیوادونو د پوهنتونونو نږدې همکارۍ به د افغانستان لپاره د نوي کیدونکې انرژۍ او د انرژۍ موثریت په اړه لارښود ، تفاهم او عمومي درک کې مرسته وکړي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د آلمان اداره (GIZ) GmbH، د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د افغانستان د انرژۍ د سکټور د ودې پروګرام (ESIP) پلی کوي. د انرژۍ د سکټور د ودې پروګرام (ESIP) موخه په افغانستان کې د نوي کیدونکې انرژۍ تولید او انرژي موثریت ته وده ورکول دي ترڅو اقتصادي وده رامنځته او چاپیریال خوندي شي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره ، ESIP په ملي او ولایتی کچه له کلیدي فعالینو سره نږدې همکاري کوي ترڅو داسې اداراتي چوکاټ رامینځته کړي چې د باور وړ انرژي چمتو کولو ته لاره هواره کړي. دا پروګرام همداراز د خصوصي سکتور ملاتړ کوي چې په بازار کې د کیفیت معیارونو او د ساتنې او پالنې د مفاهیمو په رامنځته کولو د فوتو والټیک او سولر حرارتي انرژي لپاره پانګوونې را جلب کړي. په ورته وخت کې ، ESIP د انرژۍ په عامه او خصوصي سکتورونو او پوهنتونونو کې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو فعالیتونه پلي کوي.

Twitter icon
Facebook icon