د عادلانه او شفافو ټاکنو هڅول – په کابل کې د رسنیو غونډه

01.08.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د تله د میاشتې ۲۶ مه نیټه – نن د رسنیو ۱۸مه غونډه په کابل کې جوړه شوه. په دې غونډه کې درې تنه کارپوهانو او ۵۰ تنه ژورنالیستانو د راتلونکو پارلماني ټاکنو او د افغانستان لپاره د هغو د ارزښت په باب خپلې نظریې او افکار تبادله کړل. برسیره پردې، هغو په یوه عادلانه او شفافه لړۍ کې د رسنیو او مدنې ټولنې د ونډې اخیستنې په لارو باندې خبرې اترې وکړې. د څارنې، ارزونې او اړیکو (MEC) په نامه د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړې غونډې کوربه وو.

ویناکوونکو خپلې نظریې وړاندې کړې او دې پایلې ته ورسیدل چې رسنۍ او مدني ټولنه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو له لارې د شفافیت په ټینګښت او په ټاکنو کې د هغو د ګډون په هڅولو کې د پام وړ رول لوبوي. په دې توګه، هغوی کولای شي د عادلانه او شفافه ټاکنو سره مرسته وکړي. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیالې میرمن شیما علم سروش داسې څرګنده کړه: «کمیسیون د رسنیو او ژورنالیستانو سره مدام اړیکه لري. مونږ د ټاکنو د ټولې لړۍ په بهیر کې د معلوماتو برابرولو ته ژمن یو.»

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د ټولنې اجرائیه مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د رسنیو او مدني ټولنې ارزښت ته کتو سره داسې تبصره وکړه: «د رسنیو سازمانونه، ژمن ژورنالیستان او د مدنې ټولنې نهادونه زمونږ په هیواد کې د ټاکنو اصلاحاتو ته لاره اواره کړه. هغو خپل غږ اوچت کړ او حکومت یې مسئول وګاڼه. مونږ هیله لرو چې په راتلونکي کې هم رسنۍ همداشان ژمنې پاتې شې.»

د افغانستان د مصونیت د کمیټې مشر ښاغلي صدیق الله توحیدی په داسې حال کې چې د نوماندانو او د هغوی د پروګرامونو په باب د رای ورکوونکو په خبرولو کې د رسنیو د رول څخه ستاینه وکړه، په لیوالتیا سره یې داسې وویل: «کابو ټولې رسنۍ په داسې حال کې چې د نوماندانو تادیه شوي تبلیغات هم خپروي، رای ورکوونکو ته د بې پلوې خبر ورکونې ځانګړي پروګرامونه برابر کړي دي.»

وینا کوونکو د خپلو ویناوو څخه وروسته د غونډې د ګونوالو سره په تودو خبرو اترو پیل وکړ او د تلویزیون، راډیو او خبرونو ملي او نړیوالو ژورنالیستانو پوښتنو ته یې ځواب ووایه. رسنۍ د دې کار سره مرسته کوي چې رای ورکوونکني یوې لاښې او باخبرې پریکړې ته ورسیږي. هغوی د ټاکنو د لړۍ او د بالقوه ناهمغږیو په باب د خپلو خبرونو او ریپوټونو له لارې روڼتوب او ځواب ورکونه زیاتوي.

«د ۲۰۱۸ کال د رسنیو غونډې – افغان میډیا او ټولنیزه دنده» د منظمو غونډه یوه لړۍ ده چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او میډیوټیک له خوا جوړیږي. په دغو غونډو کې د دولتي سکتور کارپوهان، د مدنې ټولنې استازي، پراختیایي سازمانونه او میډیا برخه اخلي چې د مهمو پراختیایي مسئلو په باب خبرې اترې وکړي. تر اوسه پورې ۱۷ غونډې په کابل، مزارشریف، هرات او فیض آباد کې جوړې شوې دي. په منځنۍ توګه، په هره غونډه کې د رسنیو شاخوا ۸۰ استازي برخه اخلي.

Twitter icon
Facebook icon