د څارنې او ارزونې ملي پراختیایي پروژې: د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ اداره ګډو هڅو ته ادامه ورکوي

18.11.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۸مه نېټه - پرون ورځ، د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د ۲۰۱۹ زېږدیز کال لپاره د تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا، د افغانستان د ملي پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې لپاره د اقتصاد وزارت ظرفیتونو لوړول د ګډو هڅو موخه ده. دا کار به د دې ډاډ رامنځته کړي چې دا هڅې به اغېزمنې، مؤثره، اړونده، دوامداره وي او د افغان ولس په ګټو باندې به یو رېښتینی اغېز ولري. د دې همکارۍ ټولټال بودیجه له ۸.۶ میلیونو افغانیو څخه زیاته ده.

د افغانستان اقتصاد وزارت د ملي پراختیایي پروژو د پرمختګ او پایلو د څارلو او تعقیبولو مسوؤلیت پر غاړه لري. د افغانستان د اقتصاد مرستیال وزیر، ښاغلی اسماعیل رحیمي له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا له افغانستان سره د آلمان همکارې ادارې له ملاتړ څخه ډېره ستاینه او مننه وکړه او د ۲۰۱۹ زېږدیز کال لپاره یې هڅې پلان کړې. دا هڅې په مرکزي او ولایتي کچه د پراختیایي پروژو لپاره د څارنې او ارزونې، او د څارنې او راپور ورکولو سیسمټونو د جوړولو او وده ورکولو په برخه کې د اقتصاد وزارت د ظرفیتونو له  لوړولو  او همدارنګه د ملي پروژو د اغېزناکه ارزونو له ترسره کولو څخه عبارت دي. 

د اقتصاد وزارت د پروګرام رئیس، ښاغلی رؤف مدقق، د اقتصاد وزارت د کارکوونکو د ظرفیتونو د لا پیاوړي کولو په اهمیت تأکید وکړ. هغه وویل چې د پراختیایي پروژو ارزونه د افغان دولت او د نړیوالو ډونرانو د ټولنې د شفافیت او مسوؤلیت مننې کچه لوړوي. هغه زیاته کړه چې دغه ډول ارزونې په یو دوامداره او مفهومي ډول د افغانستان د ولس په ګټه د پروژو پلانولو او پر مخ وړولو ته زمینه برابروي.

په افغانستان کې د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) ) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د څارنې او ارزونې ظرفیتونو په لوړولو کې له افغان دولت سره مرسته کول د دې پروګرام موخه ده. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د افغانستان له اقتصاد وزارت سره په مرکزي او ولایتي کچه د څارنې او راپور ورکولو سیسټمونو په تطبیق کې مرسته کوي. دا پروګرام د وزارت کارکوونکو ته د ارزونې کورسونه هم وړاندې کوي او د پایلو، اغېزمنتیا او ثبات د معلومولو په موخه له اقتصاد وزارت سره په ملي پراختیایي پروژو باندې د اغېزناکه ارزونو په ترسره کولو کې ملاتړ کوي. دا کار به په پراختیایي پروژو کې د شفافیت او مسوؤلیت مننې کچه هم لوړه کړي.

Twitter icon
Facebook icon