د کان ایستلو د مقرراتو د منلو باوري کول – د ۲۰۱۹ کال اجنډا

29.12.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د کب ۲۹ مه، پرون د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت (MoMP) او افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د پروګرام په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتوالۍ ټینګولو پروګرام (MinGov) په کابل کې سره را غونډ شول. پدغه غونډه کې هغوې د ۲۰۱۹ کال لپاره د کانونو د مفتشینو لپاره روزنیز فعالیتونه پلان کړل. په مجموع کې، شاوخوا د کانونو ۸۰ مفتشین ښايي لدغو روزنیزو اقداماتو څخه ګټه پورته کړي چې د افغانستان ټول ولایتونه به تر پوښښ لاندې راولي. د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتوالۍ ټینګولو پروګرام په ګډه کار کوي ترڅو د کانونو ادارې ته وده ورکړي او د افغانستان د استخراجي سکتور بشپړه وړتیا په کار واچوي.

د  افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو د ریاست استازو، همغږي تمویلونکي یونټ او د کانونو د تفتیش ریاست (MID) پدغه غونډه کې ګډون وکړ. د افغان پلاوي مشر، د کانونو د تفتیش د ریاست رئیس، ښاغلي محمد رحیم صمیم وویلې چې هغه " د دې فرصت په اړه خوښ وه چې د ۲۰۱۹ کال روزنیزه دوره پیل کړي ځکه چې دا د ریاست د راتلونکې لپاره خورا مهم ګام دی".

د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتوالۍ ټینګولو پروګرام له ۲۰۱۷ کال راهیسي د کانونو د مفتشینو لپاره د بنسټیزو روزنیزو اقداماتو د برابرولو پواسطه د کانونو د تفتیش له ریاست څخه ملاتړ کوي. اوس باید د ظرفیت جوړونې پرمختللې دوره تطبیق شي. د دې موخه له نړیوالو معیارونو سره سم په یوې دولتې ادارې د تفتیش د ریاست د بدلیدو ملاتړ کول دي. د کانونو ښه روزل شوي مفتشین ښايي ریاست د دې وړ کړي چې باقي داران په مؤثره توګه تشخیص او تعقیب کړي او باوري کړي چې جواز لرونکي کان ایستونکي د افغانستان د قوانینو درناوي کوي.

د MID د کانونو مفتشین به د قیمتي ډبرو د کانونو په اړه د تفتیش ټاکلې کړنلارې او راپور ورکول او همداراز اړونده برخې لکه د کانونو پلان جوړول او د پروژو طرحه زده کړي. دا ټریننګ به همداراز د کان ایستنې اوسنۍ ټکنالوژي، د کانونو او پټرولیم وزارت جنډر او د بشري سرچینو پالیسي او همداراز د کان ایستنې قوانین او مقررات هم تر پوښښ لاندې راولي. د دې سربیره، MID به د کانونو او پټرولیم وزارت د مرکزي کان ایستنې د حقوقو ډیټابیس ته د لاسرسي لرلو آلات هم ترلاسه کړي. راتلونکې کې به د کانونو مفتشین وکولې شي چي نوموړي ډیټابیس ته په ساحې کې لاسرسي ولري او خپلې لاسته راوړنې په سمدستي توګه هغه کې ثبت کړي.

د کان ایستنې ښه اداره شوي سکتور او د منرالي سرچینو روڼ استخراج د افغانستان د پایښتونکې اقتصادي ودې لپاره خورا مهم دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د ظرفیت ارتقاء ښايي د کان ایستنې اداره اصلاح او باوري کړي چې د کان ایستنې جواز لرونکي د افغانستان قوانینو او مقرراتو ته درناوې کوي. دا به په خپل وار سره افغان دولت ته د اضافي مالیاتي عوایدو ترلاسه کولو لامل وګرځي.

افغانستان کې د کانونو د ایستنې په اړه ښې حکومتولۍ ته وده ورکول د آلمان د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت په استازېتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  له لوری پلي کېږی. د کانونو د اېستنې په اړه د افغانستان پوره پیاوړي کولو په مؤخه د دولت د عایداتو ډېرول، په سکتور کې د پانګونې وده او د فساد سره مبارزه ده. دغه پروژه شریکانو ته روزنه ورکوی ترڅو د کانونو په اړه کړنې رڼې د قانون مطابق او همداراز د روغتیا او چاپریال د نړی والو معیارونو سره سمې ترسره شی. د نورو کړنو سره سره، دغه پروژې له۱۳۹۲ کال را پدېخوا د ۳۱۰ څخه زیاتو د کانونو معاینه کونکو او د کانونو او صنایعو په وزارت او ولایتونو کې نورو کارکونکو ته  ۲۱ روزنیز کورسونه لکه: د کانونو پلان کول، د کانونو اقتصاد او د کانونو څارنه دایر کړی دی. په ورته وخت کې، نوموړي پروګرام د افغان مېرمنو لپاره د ۱۳ بورسونو پانګونه کړې ترڅو په سکتور کې د مېرمنو ونډه اوچته کړی. پروګرام په راتلونکې کې د افغانستان د کان اېستنې د صناعیو د روڼتیا  AEITI  ملا تړ کوی ترڅو روڼتیا ته وده ورکړي او له فساد سره مبارزه وکړي.

Twitter icon
Facebook icon