د کان ایستنې اکادمیکې زده کړې: د افغان پوهنتونونو ښوونکي په پراګ کې د جیولوژۍ په زده کړه کې برخه اخلي

30.07.1397
د چیک د جمهوریت مرکز پراګ کې یو درې اونیزه روزنیز پروګرام چې په هغه کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د کان ایستنې او جیولوژۍ د پوهنځۍ او د کابل د پوهنتون اووه تنو ښوونکو ګډون کړی وو، پایته ورسید. په دې پروګرام کې د جیولوژۍ یو روزنیز کورس شامل وو چې د پراګ د چارلز په پوهنتون کې جوړ شوی وو تر څو افغانی ګډونوال خپل مهارتونه او پوهه پراخه کړي. د نوموړو پوهنتونونو زده کوونکي به د خپلو ښوونکو د نورو زده کړو د دوام له برکته د کان ایستنې د سمون ورکړل شوي زده کړو څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د کان ایستنې د اکادمیکو زده کړو (AMEA) تر نامه لاندې د افغان-المان د همکاری ځانګړی پروګرام نوموړۍ اقدام تسهیل او تمویل کړ.

د چارلس په پوهنتون کې پروفیسور فریاد چې د روزنیز کورس په پلي کولو کې ښکیل وو داسې یې وویل: "زه د خپلو افغان همکارانو د لیوالتیا ستاینه کوم. دوی لیوالتیا درلوده چې په د دې کورس په ترڅ کې خپلې پوهې او مهارتونه لوړ کړي. هيله لرم دا کورس په افغانستان کې د هغوى د برياليتوب مرسته وکړي".

په نوموړي کورس کې راز راز مضمونونه لکه جوړښتیزه جیولوژي، جیوډاینامیک او پټرولوژي شامل وو. وروستۍ مضمون د کان ایستنې د عصري زده کړو یوه مهمه برخه جوړوي او د پرښو په جوړښت او ترکیب پورې اړه نیسي. د نوموړي کورس ګډونوالو د دوو اونیو په موده کې نظری او عملي روزنه ومونده او په دریمه اونۍ کې سیر علمي ته ولاړل او د چیک د جمهوریت د جیولوژۍ او کان ایستنې د اړونده ځایونو څخه یې لیدنه وکړه. په ټولیزه توګه هغو دوولس سیمې ولیدلې. ګډونوالو ددې فرصت درلود چې خپل نوي مهارتونه په نوموړو سمیو کې د نظري او عملي روزنې د یوه بشپړوونکي اقدام په توګه وکاروي.

یو ګډونوال وویل: "موږ د چارلس پوهنتون د همکارانو سره د ارزښتناکه تبادلې مننه کوو. د روزنې پروګرام به زموږ د کار لپاره خورا ګټور وي. "

د کان ایستنې سمون ورکړل شوې زده کړې د افغانستان د استخراجي سکتور د پوتنسیال بشپړه کارونه آسانه کوي. د نوموړي روزنیز کورس موخه داوه چې د ښوونکو مهارتونو او پوهې ته د هغوی د اړتیاوو سره سم سمون ورکړي. د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون او د کابل د پوهنتون زده کوونکي به د ښوونکو د زیاتیدونکي تخصصي پوهې څخه ګټه پورته کړي. نوموړۍ پروګرام په پورتنیو پوهنتونونو کې د تدریس د کیفیت د سمونتیا د ملاتړ په موخه په راز راز کارونو لاس پورې کړی دی. د بیلګې په توګه، دغه پروګرام د نوي شوي درسي نصاب پلۍ کول تسهیلوي چې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د ښوونکو له خوا جوړ شوی دی. د روزنیزو کورسونو جوړول د دې پروګرام یوه بله نه بیلیدونکي برخه ګنل کیږي.

په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې پروګرام (AMEA) د ۲۰۱۴ کال راهیسې د المان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په استازیتوب د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې د سمون له لارې د افغان استخراجی سکتور د پوتنسیال د بشپړ کارولو زمینه برابره شي. دې موخې ته د رسیدو دپاره دا پروګرام د کان ایستنې د سکتور دپاره د پوهنتونونو د روزنې په عصري کولو کې مرسته کوي، هغو ته د صنعت او د کار د بازار د اړتیاوو سره سم سمون ورکوي او د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت، د افغانستان د کان ایستنې او پټرولیم د وزارت او د المان د اکادمیکې تبادلې د خدمتونو (DAAD) د ادارې سره په نږدې همکارۍ د زده کړې یوه شبکه منځته راوړي. دغه پروګرام تر اوسه پورې د ۲۴۰ تنو نه زیاتو افغانی زده کوونکو او ښوونکو ته د هیواد نه بهر په ایران، المان او چین  کې اکادمیک کورسونه، سکالرشیپونه او د عملې زده کړې پروګرامونه جوړکړي دي او هغوی ته یې د نوې تخنیکي پوهې او نوښتیزه ښوونیز میتودونو لاسرسۍ برابرکړی دئ. دغه پروګرام د افغان پوهنتونونو تر ۶۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره د کان ایستنې د زده کړې په باب پرمختللي عملي روزنیز او د شبکې جوړولو غوندې هم جوړې کړې دي.

Twitter icon
Facebook icon