د کان ایستنې د زده کړو سمونتیا: په المان کې د افغان پوهنتونونو د ښوونکو روزنه

15.08.1397
په روانه اونۍ کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون او د کابل پوهنتون پنځه تنه ښوونکي بیرته هیواد ته راستانه شول. دغو ښوونکو په المان کې د فرایبرګ په تخنیکي پوهنتون (TUBAF) کې د جیوکیمیا په باب په یوه دوه اونیزه روزنیز کورس کې ګډون کړی وو. دغه روزنیز پروګرام د افغانستان، چین او المان تر منځ د هوکړې یوه برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې سمون ورکول دي. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه روزنیز کورس تمویل او تسهیل کړی دی.

په دې وروستیو کې، د کان ایستنې لوړکیفیته او نوې روزنې ته د لاسرۍ د تامین په موخه، د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د هغو مضمونو د پاره چې جیولوژي او کان ایستنه په کې شاملیږي، نوی درسي نصاب پلۍ کړ. د جیوکیمیا مضمون یو له دغه مضمونونو څخه دئ چې د کیمیاوي عناصرو سرچینه، تکامل او ویش په بر کې نیسي. د نوموړي روزنیز کورس یو تن ګډون کوونکي داسې څرګنده کړه: «دغه روزنه ډیره ګټوره وه او زمونږ سره به مرسته وکړي چې جیوکیمیا د پوهنتون زده کوونکو ته د نوي درسي نصاب سره سم تدریس کړو. مونږ د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او په فرایبرګ کې د خپلو همکارانو څخه مننه کوو.»

د کورس ګډونوالو د نظري روزنې تر څنګ خپلو عملي مهارتونو ته په عصري لابراتوارونو کې سمون ورکړل. هغو د جیوکیمیا د تحلیل او ارزونې پرمختللو وسیلو او اسلوبونو ته لاسرسۍ درلود. برسیره پر دې، هغو په المان کې د کان ایستنې د یوه ځای څخه هم لیدنه وکړه ترڅو خپلې عملي تجربې په لاس راوړي. د ښوونکو یوه تن داسې ټینګار وکړ: «په فرایبرګ کې دغه روزنه واقعاً ډیره ښه وه. مونږ د دې فرصت درلود چې خپله نوې تخینکي پوهه په عمل کې پلۍ کړو.»

د کان ایستنې د زده کړو په ډګر کې د افغانستان، المان او چین تر منځ همکاري تیر کال هله پیل شوه چې ۱۵ تنه افغاني ښوونکو په چین کې په یوه روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. په پام کې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې پنځه نور روزنیز پروګرامونه پلۍ شي. د کابل د پولیتخنیک پوهنتون او د کابل پوهنتون زده کوونکي به د کان ایستنې د سمون ورکړل شوې اکادمیکې زده کړې څخه ګټه پورته کړي. دا کار به د افغانستان د استخراجي سکتور د پوتنسیال د پوره کارونې سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې پروګرام (AMEA) د ۲۰۱۴ کال راهیسې د المان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په استازیتوب د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې د سمون له لارې د افغان استخراجی سکتور د پوتنسیال د بشپړ کارولو زمینه برابره شي. دې موخې ته د رسیدو دپاره دا پروګرام د کان ایستنې د سکتور دپاره د پوهنتونونو د روزنې په عصري کولو کې مرسته کوي، هغو ته د دې صنعت او د کار د بازار د اړتیاوو سره سم سمون ورکوي او د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت، د افغانستان د کان ایستنې او پټرولیم د وزارت او د المان د اکادمیکې تبادلې د خدمتونو (DAAD) د ادارې سره په نږدې همکارۍ د زده کړې یوه شبکه منځته راوړي. دغه پروګرام تر اوسه پورې د ۲۰۰ تنو نه زیاتو افغانی زده کوونکو او ښوونکو ته د هیواد نه بهر په ایران، المان او چین  کې اکادمیک کورسونه، سکالرشیپونه او د عملې زده کړې پروګرامونه جوړکړي دي او هغوی ته یې د نوې تخنیکي پوهې او نوښتیزه ښوونیز میتودونو لاسرسۍ برابرکړی دئ. دغه پروګرام د ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغان پوهنتونونو د ۶۰۰ تنو نه زیاتو افغاني ښوونکو لپاره د کان ایستنې د زده کړې په باب پرمختللي عملي روزنیز او د شبکې جوړولو غونډې هم جوړې کړې دي

Twitter icon
Facebook icon