د کان ایستنې زده کړو ته سمون ورکول: د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د تعلیمي نصابونو نوي کول

23.11.1396
استانبول، ترکیه، د ۲۰۱۸ کال د فبروري د میاشتې ۱۲مه نیټه – نن د کابل پولیتخنیک د پوهنتون د کان ایستنې د تعلیمي نصابونو د نوي کولو وروستۍ ورکشاپ د ترکیې د استانبول په ښار کې پایته ورسید. د دې پوهنتون د کانونو او جیولوژۍ نه تنه ښوونکو او لیکچرورکوونکو د المان د فرایبرګ د تخنیکي پوهنتون د ښوونکو سره لیدنه وکړه ترڅو د تعلیمي پروګرامونو اصلاح کول نهایي کړي. دا ۱۱ ورځنۍ ورکشاپ د المان د اکادمیکې تبادلې د خدمتونو د ادارې له خوا د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام په مرسته جوړشوی وو.

د روزنې په لړ کې، د کابل د پولیتخنیک پوهنتون مرستیال ښاغلی خالقی ټینګار وکړ”اکادمیک پرمختګ د لوړ کیفیت لرونکي درسونو سره تړلی دیو نو له دي کبله دا د اصلی نصاب د نوي کولو بنسېټ دی‟ پرو فیسر ډاکټر کاسټین ډربینستد، د فریبرګ تخنيکي پوهنتون څخه زیاته کړه، ”موږ هیله لرو چې نوی نصاب به د افغانستان سره د سوکالۍ او پرمختګ د ودې لپاره په اغیزمنه توګه د طبیعی سرچینو څخه ګټه پورته کړي‟.

په زړو تعلیمي نصابونو کې چې د ۳۰ نه زیاتو کلونو راهیسې کارول کیږي وروستۍ علمي څیړنې او تکنلوژۍ شتون نلري. له همدې امله، د لسانس په کچه د زده کړې پروګرامونه لکه د جیولوژۍ او هایدرولوژۍ انجینري او همداراز د نفت او ګاز تفحصات زده کړو ته د نویو معیارونو سره سمون ورکړل شوی او اصلاح شوي دي. د زده کړې نوي پروګرامونه به د افغانستان د کار په بازار کې د تعلیم ورکړل شوي او فني ماهرانو د ګمارولو او د هیواد د اقتصادي پوتنسیال د اغیزمنې کارونې سره مرسته وکړي.

د ۱۳۹۵ کال د مې د میاشتې راهیسې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون ښوونکي او لکچرورکوونکي او د المان د فرایبرګ د پوهنتون څخه د هغو همکاران په منظم ډول د یو او بل سره لیدنې کوي ترڅو درسي نصابونه په ګډه اصلاح کړي. په نوموړي پوهنتون کې نور د لسانس پروګرامونه لکه د پرانیستې او د ځمکې لاندې کان ایستنې او د جیولوژۍ تفحصات پخوا اصلاح شوي دي. اوس، د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون د کانونو او جیولوژۍ د پوهنځۍ د کان ایستنې د زده کړې ټولو پروګرامونو ته د عصري معیارونو سره سم سمون ورکړل شوی دی.

د نوموړي پوهنځي ښوونکي او لکچرورکوونکي د دغو تعلیمي نصابونو د پلۍ کولو دپاره روزنې ته اړه لري. په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې (AMEA) تر نامه لاندې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام له دغې روزنیزې لړۍ څخه ملاتړ کوي. د بیلګې په توګه، دا پروګرام د تدریس د عملي میتود د کارونې د ترویج په موخه د کابل د پولیتخنیک په پوهنتون کې د ځمکې پیژندنې د علومو لپاره یو نوۍ لابراتوار تمویلوي. دغه لابراتوار به ډیر ژر احداث شي.

په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې پروګرام (AMEA) د ۲۰۱۴ کال راهیسې د المان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په استازیتوب د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې د سمون له لارې د افغان استخراجی سکتور د پوتنسیال د بشپړ کارولو زمینه برابره شي. دې موخې ته د رسیدو دپاره دا پروګرام د کان ایستنې د سکتور دپاره د پوهنتونونو د روزنې په عصري کولو کې مرسته کوي، هغو ته د صنعت او د کار د بازار د اړتیاوو سره سم سمون ورکوي او د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت، د افغانستان د کان ایستنې او پټرولیم د وزارت او د المان د اکادمیکې تبادلې د خدمتونو (DAAD) د ادارې سره په نږدې همکارۍ د زده کړې یوه شبکه منځته راوړي. دغه پروګرام تر اوسه پورې د ۲۰۰ تنو نه زیاتو افغانی زده کوونکو او ښوونکو ته د هیواد نه بهر په ایران، المان او چین  کې اکادمیک کورسونه، سکالرشیپونه او د عملې زده کړې پروګرامونه جوړکړي دي او هغوی ته یې د نوې تخنیکي پوهې او نوښتیزه ښوونیز میتودونو لاسرسۍ برابرکړی دئ. دغه پروګرام د ۲۰۱۴ کال راهیسې د افغان پوهنتونونو تر ۶۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره د کان ایستنې د زده کړې په باب پرمختللي عملي روزنیز او د شبکې جوړولو غوندې هم جوړې کړې دي.

Twitter icon
Facebook icon