په بدخشان ولایت کې د ابو لګونې نوې زېربناء ۱۳،۰۰۰.۰۰ وګړي ترې ګټه اخلی

28.04.1397
نن ورځ، د آلمان همکاریو د تشکان ولسوالۍ دفتر ته یوه بیا رغولی شوې او غزول شوې د ابو لګولو ویاله او د سیمه ایزو میراوانو د دفتر یوه ودانۍ وسپارل. په سیمه کې اوس له ۱۳،۰۰۰.۰۰ ډېر اوسېدونکی د کرنیزو مځکو د خړوبونې لپاره د ابو لګونې له یوه پرمختلیی سیستم نه ګټه اخلی. دا به سیمه ایز اقتصاد او د ژوندانه ښو شرایطو ته وده ورکړي. د افغانستان په شمال کې د ثبات پروګرام (SPNA) نږدې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوموړې پروژې لګښت ورکړ.

د تشکان ولسوال، ښاغلی رؤف فهیم زیاته کړه: ”به د ژوند سرچینه ده. نوې ویاله به د خلکو او په سیمه کې د کرکیلې ځمکو لپاره پوره اوبه برابرې کړی. دا رنګه پروژې  زموږ د ولسوالۍ په اقتصادی وده کې حیاتي ارزښت لری.“

مخکې له دې، په تشکان کې د دشت زمبورک د اوبو لګونې ویاله په بد وضیعت کې وه او د لږو اوبو ظرفیت یې درلود. په سیمه کې کرنیز محصولات لږ وو. د ابو لګونې د نا خوښ سیستم له وجهې  د کرکیلې د ناوړه حاصلاتو له امله اوسېدنکې له رنګ رنګ ستونزو سره مخ وو. ځکه خو، ولایتي حکومتولۍ د نوموړې ویالې  بیا رغونه او غزونه د بدخشان ولایت د پرمختایی پلان په لمړیتوبونو کې شامل کړ.د تشکان د ولسوالۍ دفتر پرمختیایی شورا نوموړې پروژه په ۱۳۹۵ کال کې پیل کړه.

د بدخشان ولایت د کوکچې سند د څانګې مشر ښاغلی رفع بهمن، ټینکار وکړ: ” دا ډول زېربنایی پروژې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته کوی، د غربت کچه را ښکته کوی او زموږ په هېواد کې دندې اجادوی. موږ له افغانستان سره د آلمان له مرستو منندوی یو.“

نن ورځ دغه ربیا رغول شوې او بیا رغول ویاله د سیلابونو د مخنیوی او د احتمالی زیانونو په وړاندې په زېربنایی اقداماتو سمبال ده. لا نور د سیفونونو یو پېچلئ سیستم د اضافی کرکیلې د خړوبولو توان وربښي. ټول ټال نوموړې ویاله شاوخوا ۲۴۳۰ جریبه کرنیزې مځکې ته  باوری او د خوښې وړ اوبه برابروی. 

د اوبو لګولو سیمه ایزه ټولنه د په سیمه کې د اوبو د میراوانو استازیتوب کوی او د دشت زمبورک د اوبو لګولو د ویالې د مدیریت او خوندی ساتنې مسؤلیت لری. له دې نه سېوا نوموړې ټولنه مرسته کوی ترڅو د اوبو لګونکو ترمنځ خپل منځی شخړې حل کړی. د دفتر نوې ودانۍ د کار کولو د خوښې وړ چاپېریال رامنځ ته کوی، شاوخوا ۴۰۰ کروندګر ورنه ګټه اخلی. دوه اداری خونې، د ناستې خونه او د لمرینې برښنا سیستم لری. په راتلونکې کې د ویالې د ترمیم اوبیا رغونې لپاره، نوموړی دفتر د سمنتو د ګډونکي، ډبرې ماتونکی او نورو وسایلو درلودنکئ دی.

د افغانستان په شمال کې د ثبات پروګرام (SPNA) د آلمان د فدرالی هېواد د بهرنیو اړیکو دفتر (AA) په استازیتوب د آلمان د پراختیایی بانک له لوری پلئ کږی. د پروګرام مؤخه د افغانستان په شمال کې د اداری جوړښت غښتلی کونه او په لرې پرتو سیمو کې د وګړو د ژوند شرایط ښه کول دی. ځکه خو نوموړي پروګرام له ډېرئ زیربنایی او د وړتا لوړونې له فعالیتونه سره مرسته کړې، تردې دمه، SPNA د بدخشان، کندز، تخار او بغلان ولایتونو په له ۵۰ نه ډېرو ولسوالیو کې له ۳۸۰ ډېرې پروژ پلې کړي دي. په ورته وخت کې، نوموړي پروګرام د پراختیایی شورا له ۱۸۰۰۰ ډېرو غړو ته د دندې په اړه ځانکړې روزنې برابرې کړي دی. د پروګرام ټولټال پانګه له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۳۹۷ پورې له ۷ ملیاردو افغانیو ډېره ده 

Twitter icon
Facebook icon