په بدخشان کې د اوبو لګولو بیا رغول شوي کانال ګټه ۴۲۰۰ ښاریانو ته رسېږي

14.09.1397
يرون د لیندۍ ۱۳، ۱۳۹۷ کال، د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې، د افغان جرمن همکارۍ پروګرام د اوبو بیا رغول شوی کانال ولایت مقام ته وسپارل شوه. دغه کانال د سرای دارا په ساحه کې موقعیت لري او تقریباْ ۴۲۰۰ اوسېدونکو ته یې ګټه رسېږي څوک چې اوسمهال خپل کرنیزې ځمکمې په کافي اندازه خړوبولو ته لاسرسی لري. پر دې سربېره، د سيمه یيزې اوبو کاروونکو ټولنه (LWUA) چې په سيمه کې ۶۰۰ خصوصي د اوبو کاروونکي لري، جوړه شوه څو د کانال سم مدیریت او ساتنه يقيني شي. د ټولنې لپاره نوی جوړ شوی دفتر کافي اندازه کاري چاپېریال لري. د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د 23 میلونه افغانیو په ارزښت له ودانیزو کارونو سره مالي مرسته وکړه.

د ارګو ولسوال، ښاغلي نصرت الله مصدق وویل، "زه د ارګو د خلکو په استازیتوب، په خپله ولسوالۍ کې د یوې مهمې پروژې د افتتاح کولو شاهد یم او په دې اړه خپله خوشحالي څرګندوم."

پخوا، د سرای دارا سیمه کې چې د اوبو لګولو کانال موقعیت لرلو نو خراب وو او د اوبو ظرفیت یې نه درلود. بالآخره، ناکافي  اوبو لګونه د لږ کرنیز تولید او لږ حاصل ورکولو لامل شو. د دغه وضعیت ښه کولو لپاره، د ارګو ولسوالۍ پراختیایي شورا (DDA) او د ولسوالۍ مقام دفتر په ۲۰۱۶ کې دغه پروژه پیل کړه.

د بدخشان ولایت د اقتصاد رئیس، ښاغلي سید حسیب الله دقیق وویل، "اوبه په واقعیت کې د ژوند سرچینه ده. د اوبو لګونې دغه کانال به یقیناً د ارګو په ولسوالۍ کې د کرنیز اقتصاد ودې ترویجولو او پراختیا کې مهم رول ولوبوي."

د کوکچا رود خونې ریاست مشر محترم رفیع بهمن ټینګار وکړ: 

بیا رغول شوی کانال تقریباً ۶۰۰ کورنیو او تقریباً ۱۰۰۰ جریبه (شا او خوا ۵۰۰ هکتاره) کرنیزه ځمکې ته د اوبو د توزیع باوري زمینه برابروي. پر دې سربېره، دا کانال له ډېرو اقداماتو سره لا پیاوړی کړی شو څو د احتمالي زیانونو پر وړاندې د کانال مقاومت زیات شي او د سیلابونو مخه ونیسي. نوی زېربناء به د کرنیز تولید زیاتولو له لارې سیمه ییز اقتصاد ته وده ورکړي.

د دغه کانال د سيمه یيز اوبو کاروونکو نوې جوړه شوې ټولنه (LWUA) چې په سيمه کې ۶۰۰ خصوصي د اوبو کاروونکي لري او د دغه زېربناء د مدیریت او ساتلومسؤلیت پر غاړه لري. له دې سره سره، د اوبو کاروونکو ترمنځ د اوبو پر سر باندې شخړې په حلولو کې هم مرسته کوي. د سيمه یيزې اوبو کاروونکو ټولنې (LWUA) نوی جوړ شوی دفتر مناسب کاري چاپېریال لري. دغه دفتر دوه اداري خونې، یوه د غونډو خونه او یو د لمریزې برېښنا سیسټم لري. په راتلونکي کې د بیا رغول شوي کانال ترمیم او حفظ او مراقبت لپاره، دغه دفتر له کانکریټ جوړولو (کانکریټ مکسر)، تیږې برمه کولو ماشینونو او نورو وسیلو سره مجهز شوی دی.

د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د آلمان فډرالي حکومت د باندنیو چارو وزارت دفتر (AA) په استازیتوب د آلمان KfW  پراختیایي بانک تطبیقوي. . د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې د سیمه ییز حکومت جوړښتونه پیاوړي کول او د کلیوال نفوس د ژوند کولو شرایط ښه کول دي. په دې ډول، دغه پروګرام له بېلابېل زېربنایي فعالیتونو او ظرفیت لوړولو څخه ملاتړ کوي. تر اوسه پورې، د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د بدخشان، کندز، تخار او بغلان څه د پاسه ۵۰ ولسوالیو کې شا او خوا ۴۰۰ پروژې لري چې په هغه کې جوړول،  له د پاسه ۲۸۰ ښوونځیو او نورو تعلیمي امکاناتو بیا رغول یا پراخول، ۳۹ سرکونه، پلونه او د اوبو لګونې ۱۶ کانالونه شامل دي. په ورته وخت کې، د پروژې انتخابولو او ورڅخه نظارت کولو په برخه کې د پراختیايي شورا نږدې ۱۸۰۰۰ غړي روزلي دي. د دغه پروګرام ټولیزه بودیجه له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۹ پورې له ۷ میلیارده افغانیو څخه زیاته ده.         

Twitter icon
Facebook icon