په بلخ ولایت کې به د برېښنا د توزیع نوې شبکې ګټه به ۴۰۰۰۰ اوسېدونکو ته ورسېږي

25.09.1397
د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې ۲۲ نېټه، مزار شریف. پرون د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او تاجک ساختماني شرکت (ik Gidro Elektro Montaj (TGEM)) د بلخ ولایت مرکز، په مزار شریف کې د برېښنا د توزیع یوې نوې شبکې جوړولو تړون/قرارداد لاسلیک کړل. دغه شبکه به شا او خوا ۴۰۰۰۰ اوسېدونکو ته باوري برېښنا توزیع کړي. د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیر، د پارلمان او ولایتي شورا غړو او د KfW پراختیایي بانک استاذو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو. افغان جرمن همکارۍ د KfW پراختیايي بانک له لارې د ساختماني کارونو لپاره شا او خوا ۴۸۰ ملیونه افغانۍ د لګښت بودیجه ورکوي.

د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ښاغلي محمد ګل خلمي وویل: "اقتباس" د KfW پراختیایي بانک استازي، ډاکټر همایون عالمي زیاته کړه: "کله چې دا پروژه بشپړه شي، د مزار شریف ډیری استوګنې به د هغوی د ورځني ژوند او سوداګرۍ د ښه کولو لپاره انرژي ته لاسرسۍ ولري."

اوسمهال، د مزار شریف په ښار کې ډېری ښاریان/اوسېدونکي باوري برېښنا ته لاسری نه لري. د برېښنا نه شتون نه یوازې د هغوی د ورځني ژوند د ستونزمن کولو لامل ګرځي، بلکه پر برېښنا باندې تکیه کوونکي سوداګرۍ هم د ښه فعالیت کولو مخه هم نیسي. نو دې په پایله کې به د توزیع نوې شبکه د سیمې خلکو لپاره د ژوند شرایط ښه کړي او په سیمه کې به باثباته اقتصادي او ټولنیزې پرمختګ ته وده ورکړي. تمه کېږي چې ساختمانۍ چارې به تر ۲۰۲۰ کال پورې دوام وکړي. د افغانستان بریښنا شرکت (DABS) به کورنیو ته میترونه د زیربنایي کارونو له بشپړېدلو څخه وروسته توزیع کړي.

د KfW پراختیایي بانک استازی، ډاکټر همایون علامي څرګنده کړه چې دا د افغان ګټه اخیستونکو او شریکانو لپاره خورا مهمه ده چې د ترمیم په سمه توګه اداره کولو او اسانتیاو څخه کار واخلي تر څو د پایښت کیفیت خدماتو ډاډمن کړي. دا به انرژۍ ته اوږدې مودې لاسرسی ډاډ ورکړي، په دې توګه اقتصادي پرمختیا.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د KfW پراختیایي بانک د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د افغانستان په شمال ختیځ کې د انرژۍ توزیع کولو سیسټم (NEPS) دغه پروګرام تطبیقوي. د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې ځایي اوسېدونکو، شرکتونو او دولتي/عامه موسسو ته د باوري انرژۍ توزیع برابروي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره، NEPS د افغانستان په شمال کې ښارونه او کلي د شمال ختیځ بریښنا سیسټم  د سب سټیشنونو او د برېښنا انتقالولو او لینونو توزیع کولو له لارې، سره نښلوي. د دغه پانګونه شا او خوا ۷ ملیارده افغانیو ته رسېږي. کله چې دغه پروګرام بشپړ شي، ممکنه به وي چې ۶۰۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړي، ۴۸۰۰۰۰ کسانو ته به د بریښنا د نوې شبکې ګټه ورسېږي او په دې توګه به انرژۍ ته لاسرسی ولري.

Twitter icon
Facebook icon