په سمنګان او بغلان کې د ۵۵۰ تنو ولایتې استازو د پاره د شخړې د حل په باب روزنیز کورسونه

نن په سمنګان او بغلان کې د شخړې د حل په باب د ۱۴ روزنیزو کورسونو لړۍ پایته ورسیده
21.02.1396
په نوموړي کورسونو کې چې د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیته پیل شوي وو او ۴۲ ورځې یې دوام وکړ د کلیو د پراختیایي شوراګانو، د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو او د دواړو ولایتونو د مقامانو د فترونو څخه په ټولیزه توګه ۵۵۰ تنو ګډون کړی وو. د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا پروګرام او د سمنګان او بغلان د ولایتونو مقامونه او ولایتي شوراګانې په ګډه سره ټول نوموړي کورسونه جوړ او تمویل کړل.

په نوموړو ورکشاپونو کې لاندې موضوعګاني شاملې وې: برابري، روڼتوب او په افغانستان کې د شخړو د حل لپاره د ټولنیزو او قانوني کړنلارو دوامداره کارول. هر کورس درې ورځې دوام وکړ. د سمنګان د اوو ولسوالیو او د بغلان د اوو ولسوالیو څخه استازو په نوموړي کورسونو کې ګډون کړی وو. هغوی د نوې پوهې د لاسته راوړلو وروسته اوس کولای شي د هرچا دپاره چې د شخړو څخه رنځ وړي په رسمي توګه د شخړې د حل لاره وړاندې او عملي کړي او دوی پوهیږي چې څنګه د اړتیا په مهال د خپل د واک د حوزې نه بهر ملاتړ وغواړي.

د سمنګان ولایت د دره صوف پائین د ولسوالۍ د پراختیایي شورا مشر ښاغلي مخدوم کفایت الله چې د شخړې د سنتي منځګړي دنده په غاړه لري د نوموړو دري ورځني کورسونو په یوه کورس کې برخه واخیسته. هغه داسې وویل: "مونږ په ولسوالیو کې د شخړو په مدیریت کې یو اساسي رول لرو. په دې وروستیو کې مونږ د دوو ګاونډیو تر منځ یوه شخړه چې د یو او بل د کورونو کړکۍ یې په وار وار په ډبرو ویشتلې، حل کړه. د دې روزنې څخه وروسته به مونږ وکولای شو چې دا ډول شخړې په لا اغیزمنتیا او مسلکی توګه حل کړو."

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوال ښاغلي احمد علی حسیني هم په همدې کورس کې ګډون وکړ او د کورس د پایته رسیدو په مراسمو کې یې وینا وکړه. هغه ټینګار وکړ: "د شخړو د حل لپاره دا خبره واقعاً اهمیت لري چې پوه شو چې بیلابیل لوري د دغې شخړې سره څنګه چلند کوي. د دریو ورځو په ترڅ کې مونږ د شخړې د حل په اهمیت او په دریو ګامونو پوه شوو چې په څه ډول شخړې مدیریت او تعریف کړو او څنګه مذاکړه وکړو. دغه پوهه اړینه او ډیره باارزښته ده."

په افغانستان کې د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا (RCD) پروګرام د افغانستان سره د المان د همکارۍ د یوې برخې په توګه د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) له خوا تمویلیږی او  د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا پلۍ کیږي. پورتنۍ پروګرام د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغانی پارتنرو د پراختیایی لومړیتوبونو په پلی کولو کې مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه  جوړوي. ددغه پروګرام موخه د هغه د کار د پراخې ساحې په پاملرنې سره داده چې په پراختیایي لړیو باندې افغاني مالکیت اوچت کړي، دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او د خلکو برخې اخیستنې ته وده ورکړي.

 

Twitter icon
Facebook icon