په مزار شریف کې بیارغول شوی سړک له ۱۳۴۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته ګټه رسوي

17.11.1397
مزار شریف، بلخ ولایت، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه د میاشتې ۱۷مه نېټه – پرون ولایتي چارواکو او افغانستان لپاره د آلمان همکارۍ ادارې استازو پرون د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د دشته شور بیارغول شوی سړک پرانیست. دا سړک به له ۱۳۴۰۰۰څخه زیاتو خلګو ته ګټه ورسوي. د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د بیارغونې له کارونو څخه څارنه کوله کوم چې له مهالوېش څخه اووه میاشتې وړاندې بشپړ شول. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي.

پخوا به د دشتې شور د دغه دوه کیلو متره سړک خراب وضعیت د موټرو کرایې د لوړوالي او په مکرر ډول د ترافیکي ازدحامونو لامل ګرځېده. همدارنګه ځایي اوسېدونکي هم د هوا د خورا زیاتې ککړتیا او د غیر کافي اوبو اېستنې له امله د اوبو له ډنډ کېدلو څخه کړېدل. د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له دې امله د دغه پروژې تطبیق پیل کړ. د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، ښاغلی عبدالباسط عیني وویل؛ د دشتې شور اوسېدونکو پخوا په ځانګړي ډول په ژمي او پسرلي کې ډېرې جدي ستونزې درلودلې. اوس دوی ډېر خوښ دي چې یو لوړ غوره او کیفیت لرونکی سړک لري.

دا سړک ټولټال ۱۶ متره پلنوالی لري چې په دې کې د اوؤ مترو پراخوالي په اندازه قیر شوي سړکونه شامل دي. د سړک دواړه خواوې د نهو مترو پراخوالي په اندازه پخه برخه لري چې د دغه سړک جوړښت ته وده ورکوي او د اضطراري حالت پرمهال د موټر ودرولو لپاره ځای برابروي. د نوي سړک نښې او ترافیکي علامې موټرو ته اسانتیا برابروي. سربېره پردې، د سړک په دواړو غاړو کې د اوبو اېستلو یو پرمختللی سیستم شته دی چې ټولټال له ۴ کیلو مترو څخه زیات اوږدوالی لري او همدارنګه په سیمه کې د سیلابونو د مخنیوي لپاره ۴۶ پلچکونه لري.

د بلخ مرستیال والي، شجاع الدین شجاع په دې تأکید وکړ چې د دشتې شور خلک غوښتنه کړې وه چې موږ باید داسې سړک جوړ کړی وای، خو د سیمه ییزې ادارې د محدودې بودیجې له امله موږ و نشو کولای چې د دوی غوښتنه پوره کړو. موږ د آلمان هېواد له دغې مالي مرستې څخه خورا مننه کوؤ.

د شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته اوس اسانه شوه چې د ښار بازارونو ته تګ راتګ وکړي او خپل توکي ولېږدوي. دا به د اقتصادي ودې کچه لوړه کړي، اضافي کارونه او د عوایدو فرصتونه به رامنځته کړي. سربېره پردې، د دغه ځای اوسېدونکي به اوس وکولای شي چې ټولنیزو خدماتو، ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او نورو حیاتي زېربناوؤ ته په خورا اسانۍ سره لاسرسی ومومي چې په دې سره به د دوی د ژوند حالات پرمختګ وکړي. د بیارغونې د چارو پرمهال، له ۲۰۰ څخه زیاتو ځایي اوسېدونکو د ورځني کار  له فرصتونو څخه ګټه پورته کړه.

  

د دغه پروژې د تطبیق سربېره، د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کې انجینرانو او مدیرانو ته د دندې پرمهال، روزنې، فردي روزنې او د لارښوونې روزنیز پروګرامونه وړاندې کړل. په راتلونکي کې په خپلواک ډول د ورته ښاري پروژو په ګوته کولو، اداره کولو او تطبیق لپاره د نوموړي ریاست د وړتیاوؤ پیاوړي کول د دغو فعالیتونو موخه ده. د دشتې شور سړک د اداره کولو او مراقبت چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست پر غاړه لري.

 

د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناوؤ ته وده ورکول د دې پروګرام موخه ده، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو  په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان او تطبیق کړي. له ۲۰۱۱ زېږدیز کال راهیسې، د افغانستان په بلخ، کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له ۱۶۰ کیلو مټرو څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلو متره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړیو  پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه تمویل، جوړ او بیا رغولي دي. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) اوسمهال په سمنګان ولایت کې هم د دوؤ ښوونځیو د بیارغولو پروژې ترسره کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام له ۳۰۰۰ څخه زیاتو انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښوونیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي. 

 

Twitter icon
Facebook icon