په مزار شریف کې د مېمنو د حقونو په اړه کانفرانس

18.05.1397
پرون ورځ، په مزار شریف کې د مېرمنو د حقونو په اړه کانفرانس جوړ شو. له ۲۰۰ ډېرو کسانو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو. په ګډون کونکو کې د دینی مدرسو ښوونکی او زده کونکی، سیمه ایز مشران، د جوماتو مالا امامان او همدا راز د ولایتی حکومتدارۍ، رسنیو او مدنی ټولنې استازی شامل وو. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو تر چتر لاندې په افغانستان کې د قانون حاکمیت ته د دودې ورکولو پروژې (RoL) د بلخ د پوهنې او حج او اوقافو ریاستونو سره د دغه غونډې په پلې کونه کې مرسته وکړه.

د مدرسې له ښونکنو څخه یوې ګډونوالې آغلې فریزا صوفی زاده زیاته کړه: ˮ دغه کانفرانس به د دخپلو حقونو په اړه د مېرمنو پوهاوئ زیاد کړی. موږ له دې فرصت څخه منندوی یو.‟

ددغه فعالیت مؤخه د مېرمنو د حقونو په اړه هڅونکې خبرې اترې وې. ډېرو دولتی چارواکو او اسلامی محقیقینو په اړونده مضوع خبرې وکړې. چې د اسلام مطابق د مېرمنو د میراث حقونه، د مېرمنو په وړاندې تاو تریخوالی، حجاب، دمېرمنو ټولنیز او اقتصادی حقونه، کورنی حقونه او ددوی سیاسی حقونه پکې شامل وو. د دینی مدرسو نارینه او ښځینه ښونکو هم خبرې وکړې. کانفرانس د پوښتنو او ځوابونو په یوه ژوندی بحث پایته ورسېد.

یوه بل ګډونوال، دینی عالم ښاغلی مولوی محمد حنیفی وویل: ˮددغه ډول کانفرانسونو جوړول خورا مهم دی،  ځکه دوی ته دا فرصت ورکوی چې خپل پوهاوی ډېر کړی. کله چې به ټولنه کې د مېرمنو دحقونو موضوع منځ ته راځی نو د وګړو قانونی پوهاوی به زیات شوی وی.‟

دې ته ورته کانفرانس به زر ترزره په کابل کې هم جوړ شی. تمه ده چې د پوهنې او حج او اوقافو له وزارت خونو به ۱۰۰ کسه پکې ګډون وکړی

په افغانستان کې د قانون حاکمیت ته د ودې ورکولو پروګرام (RoL) د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی مرستو د وزارت (BMZ).  په استازیتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له لوري پلی کږی. . د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، د یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۱۳۹۲ کال راهیسې یې د ۷۷٬۰۰۰ نه زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. په همدې مهال، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته د ۳۰٬۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د ۱۵۰ نه زیات حقوقي کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي. د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام همدارنګه لږترلږه ۱۳٬۰۰۰ پولیس د قانون سره سم د دندې د ترسره کولو په موخه روزلي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر هڅولو او عدالت او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ پر ټینګښت باندې ټینګار کوي.

 

Twitter icon
Facebook icon