په کابل کې د امانی ښونځي نوئ لوبغالي پرانست

04.04.1397
د چنګاښ ۴ مه ۱۳۹۷ کال ـ پرون ماښام له افغانستان سره د آلمان همکاریو او د امانی ښونځي په ګده سره د په کابل کې د فوټبال د لوبغالی د پرانستنې لمانځغونډه ترسره کړه. دغه لوبغالئ به د امانی ښونځي ټولو ۳،۵۰۰.۰۰ زده کونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ وی. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو-په افغان ښونځیو د لوبود غښتلی کولو پروژې SGS د فوټبال د لوبغالي د روغونې د چارو او د اماني ښونځی د زده کړې د ښه کیفیت په مؤخه پانګونه کړې.

د غونډې د پرانستنې پر مهال، د پوهنې رئیس ښاغلی ډاکټر احمد ضمیر ګورا په ګوته کړه: ”سلیم عقل په سالم بدن کې وی. لوبې یواځې د خلکو د بدن غړی نه سموی. دا زموږ په ماغزو باندې هم نېغ اثر لری، زموږ روح او مزاج آرامه کېږي“  مرستیال سفیر ښاغلی اندریس وون بردندت زیاته کړه: ” موږ د ډېرئ ښونځیو د پرمختګ، د نصاب د پراختیا، د ښونځیو د زېربناوو، د ښونکو د روزنې ملاتړ کړي. فوټبال یواځې یوه اسانه لوبه نده. دا په نړي واړه کچه هم لمانځل کږی. موږ هیله لرو چې افغانستان به له آلمان سره په نړی والو سیالیو کې یوه ورځ خوا په خوا ودریږی‟

د فزیکی زده کړې په اهمیت د پوهېدو لپاره، زده کونکو یو لړ فعالیتونه تر سره کړل، دوی د ښونځیو د لوبو او فوټبال یو لنډ نندارتون وړاندې کړ. ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې زده کونکی به خپلو فعالیتونو ته هڅوی. 

د آلمان د همکاریو په ملاتړ دری ښونځی: جمهوریت، امانی او عائیشه دورانی اوس مهال د ټولې ورځې مهال ویش پلي کوی. دغه کړنه غوره اکاډمیک چمتو کولو او همدا راز د درسی نصاب اضافی فعالیتونو ته اجازه ورکو چې د هر زده کونکی ځانی مهارتونو ته وده ورکړی. ددغه ښونځیو په سمونه کې نه یواځې د تدریس تګلارې شاملې دی بلکه په طبعی علومو او بهرنیو ژبو هم تمرکز کوی. غوره زدکړو د پایلو د لاسته راوړلو لپاره، اضافی عوامل لکه کمپیوټر-بنسټیز وسایل او ډېر نور هم مهم دی.

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ غیر دولتی افغانی مؤسسو ” د افغانستان د لوړو زده کړو له مؤسسې“ (AEFEO) سره د دغه دریو منځنیو ښونځیو د ملاتړ په مؤخه په ګډه کار کوی د افغان مالکیت د بشپړولو په پار به د ۱۳۹۷ کال ترپایه به ۱۹ فعالیتونه AEFEO ته وسپاری.

په افغان ښونځیو د لوبود غښتلی کولو پروګرام SGS چې د آلمان دفدرالی هېواد د بهرنیو چارو وزارت (AA) په استاځيتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له خوا پلی کږی په کابل کې د دریو: جمهوریت، امانی او عائیشه دورانی ښونځیو ملاتړ کوی ترڅو د ښونې او روزنې کیفت ته وده ورکړی. دغه دری ښونځی باید په هېواد کې د یوه ښه تمرین بېلګه شی. ځکه خو نړیوال روزونکی د ۲۴۰ کسه ښونکولپاره د نظریاتواوسولې دړه کړې په اړه پرمختللی روزنیز کورسونه برابروی، ۲۲ نورو ښونکو خپلې پوهې د ریاضی په برخه کې ترسره کړي، او ۵۰ کسه نورو ښونکو بیا د طبعی علومو په روزنیزو پرمختللو کورسونو کې ونډه اخیستې ده. نوموړې پروژه همداراز د شته زېربیناوو د ترمیم او بیا رغونې پانګونه کوی.

Twitter icon
Facebook icon