ستراتیژی

"د بدلون په مهال ډاډمنه همکاري" – دا وه د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د افغانستان د پراختیایي ستراتیژۍ سرلیک چې په کال ۲۰۱۴ کې د آلمان د فدرالي وزیر ښاغلي ډاکټر ګیرد مولر له خوا د یوه نړیوال کنفرانس په ترڅ کې وړاندې شوه.

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د هېواد په ثبات او پرمختیا کې ونډه اخلی

د بدلون د پړاو (۲۰۱۵ نه تر  ۲۰۲۴کاله پورې) په پای کې، یعنې د ژورو بدلونونو د لړیو د پړاو په پای کې افغانستان د "یوه عادي پرمختلونکي هیواد" حالت ته باید ورسیږي. دا په دې معنا ده چې د دغه حالت نه وروسته به افغانستان که څه هم د پخوا په شان پراخه بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري، خو په داسې یو موقف کې به وي چې خپله بودجه او امنیتی لګښتونه تر زیاتې اندازې پورې پخپله پر اوږه واخلي. په اوسني حال کې، د افغانستان دولت په داسې یو موقف کې ندی چې د هیواد پایښتونکي پراختیا د کورنیو سرچینو څخه تمویل کړي.

د افغانستان سره د آلمان همکاري د دې هیواد د پراختیا او ثبات جوړونې سره مرسته کوي او د هغه سره د یوه داسې دولت په جوړولو کې ملګرتیا کوي کوم چې د هغه د هیوادوالو له خوا د هغوی د ګټو د مشروع استازي په توګه او د هغوی د بنسټیزو اړتیاوو د ختدمتکوونکي په توګه وپیژندل شي. په دې لاره کې د نړیوالو مرستندویو ټولنه د افغانستان د خپل بسیاتوب دپاره د دې هیواد څخه ملاتړ کوي او په عین حال کې د ریفورمونو د پروسو او د منل شویو موخو د پلۍ کیدو څخه څارنه کوي. نوموړو موخو ته د رسیدو دپاره باید د افغانستان حکومت داسې یو موقف ته ورسیږي چې خپلو خلکو ته د بی وزلۍ او ترهګرۍ په وړاندې راتلونکي لرلیدونه پرانیزي.

نړیوالې ټولنې د افغانستان په کنفرانس کې چې په کال ۲۰۱۲ په توکیو کې جوړ شوی وو تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه. په کال ۲۰۱۴ په لندن کې د افغانستان په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د اصلاحاتو د یوه لوړهمته پروګرام بنسټیزې لیکې وړاندې کړې. د ارشدو چارواکو په غونډه کې (Senior Officials Meeting SOM) چې هر دوه کاله یو وار جوړیږي، د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د میاشتې په ۵مه نیټه د افغانستان حکومت د اړونده اصلاحاتو د پلۍ کولو د روان وضعیت په باب یو ریپوټ وړاندې کړ چې د هغې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې سره د نویو اصلاحاتو په باب هوکړه وشوه چې د هغو سره سم به د افغانستان حکومت په راتلونکي کلونو کې و سنجول شي. د اصلاحاتو په باب لاسته راغلې هوکړې وروسته بیا د "خپل بسیاتوب – د دوه اړخیزې حساب ورکونې د چوکاټ له لارې"
 (Self-reliance through Mutual Accountability Framework SMAF) په نامه د یوه سیاسي چوکاټ هوکړې ته ولیږدول شوې. د نوموړي چوکاټ او د اصلاحاتو په باب د لاسته راغلیو هوکړو پر بنست نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د بروکسل د کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې خپل ملکي فعالیتونه او د ۱۵،۲ میلیاردو امریکایي ډالرو مالي مرستې اعلام کړې. آلمان ژمنه وکړه چې خپلو مالي مرستو ته به تر ۲۰۲۰ کال پورې هرکال د ۴۳۰ میلیونو یورو په ارزښت (د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له خوا ۲۵۰ میلیونه یورو، د بهرنیو چارو د وزارت له خوا ۱۸۰ میلیونه یورو) دوام ورکړي. خو د نوموړو ژمنو پلۍ کول د افغانستان له خوا د اصلاحاتو په عملي کولو پورې تړلی دی – په تیره بیا د بشر او ښځو د حقونو، د قانون د واکمنۍ د ودې او د اداري فساد سره د مبارزې په ډګرونو کې.

د افغان حکومت او د نړیوالې مسرتندویې ټولنې د هوکړې سره سم لاندې ډګرونه د افغانستان په باب د آلمان د فدرالي حکومت د پالیسۍ په مرکز کې شتون لري:

  • د افراطیت په وړاندې خلکو ته د لرلیدونو په توګه د کار د زمینې برابرول

هر کال شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ تنه ځوانان د کار بازار ته ننوزي. د کار جوړونې او د کار د نویو ځایونو منځته راوړل دغو ځوانانو ته یوه ډاډمنه راتلونکي راولي.

  • د روزنې او زده کړې له لارې د راتلونکي تضمینول

ښه زده کړه او مسلکي روزنه د کار جوړونې او د خلکو د سیاسي برخې اخیستنې بنسټ جوړوي. مسلکي روزنه او بنستیزې زده کړې خلکو ته ډیر ښه امکانات برابروي چې خپل ژوند ته رونق ورکړي.

  • د ښې حکومتوالۍ له لارې د عدالت تامینول

پیاوړي مقامات، اداراې او نهادونه د نظم، ټولنیزې سوکالۍ او حقوقي مصونیت تضمین کوونکي دي. هغوی باید د قانون د واکمنۍ او حکومتوالۍ د غیرمتمرکزه جوړښتونو د ظرفیت د لوړولو له لارې لازم مهارتونه او پوهه په لاس راوړی چې خپلې دندې په شفافه توګه ترسره کړي، د اداري فساد په وړاندې په اغیزمنه توګه مبارزه وکړي او د ښځو حقونه ټینګ کړي.

  • مونږ د خلکو تر څنګ پاتې کیږو – حتی د ښار نه بهر سیمو کې

د افغانستان د خلکو درې څلورمه برخه په کلیو کې ژوند کوي، د هغوی دوه دریمه برخه په کرهنه کې بوخت دي. د کلیو د ولسوالیو څخه باید د کار جوړونې د هڅولو په موخه – په تیره بیا په شمالي ولایاتو کې او هم د هیواد په نورو سیمو کې – په چټکه توګه اغیزمن ملاتړ وشي.

  • هڅونه او ننګونه – په یوه غږ

آلمان او نړیواله مرستندویه ټولنه د افغانستان سره د ملاتړ په ډګر کې له یو بل سره له نږدې نه هوکړه کوي. د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په افغانستان کې د بشر او ښځو د حقونو، د قانون د واکمنۍ او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د تحقق په ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ هیله لري.

د افغانستان سره د المان همکاري – په یوه نازکه چاپیریال کې شتون

د المان د همکارۍ اداره، د بحران او شخړې د ځایونو په شمول، په بیلابیلو سیمو کې فعالیت کوي. دغه سیمې د المان حکومت د بنسټیزې ژمنې ته خورا اړتیا لري. ملي سازمانونه او د مدني موسسات د سولې او سیاسي امنیت او ثبات په فضا کې د ژوند د تضمینولو او د اقتصادي لرلیدونو د منځته راوړلو او د ټولو خلکو د برخې اخیستنې د وړتیا په لاره کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د المان همکارۍ پام د افغانستان د خلکو او په هیواد کې د ملي شریکانو سره د مساوي شرایطو پر بنا په نږدې همکارۍ باندې متمرکز دی. وروسته له هرڅه، یوازي دغه شریکان باید د دې وړتیا پیداکړي او وکولای شي چې اړین مهارتونه منځته راوړي او اړین ګامونه وټاکي تر څو په اوږدمهال کې پراختیایي پروګرامونه په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. له همدې کبله، د المان د حکومت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه هم دادی چې د افغان شریکانو سره په نږدې سلا مشورې کار وکړي تر څو پروګرامونه د افغانستان د ځانګړي شرایطو سره سم تنظیم شي او د ځایي اړتیاوو سره سم هغوی ته په ډیر ښه ډول سمون ورکړل شي.

د نوموړو هڅو په ترڅ کې، افغان کارپوهان چې په پلۍ کوونکو سازمانونو کې په دنده بوخت دي، د پام وړ رول لوبوي. د تخنیکي او مالي همکاریو د چلندونو دوامداره موخه داده چې افغان پرسونل د المان د همکارۍ د لړیو سره آشنا شی او هغوی د پروګرامونو د پلۍ کولو د لړۍ د مدیریت دپاره وروزي. لوړه موخه داده چې مهارتونه او کارپوهنه د هیواد په دننه کې منځته راشي تر څو په تدریج سره مسئولیت افغان کارکوونکو ته وسپارل شي ځکه چې په زیاته توګه عملي تجربه په لاس راوړي او هغوی د مدیریت په لړیو کې ښکیل شي. د نړیوالو کارپوهانو سره یوځای هغوی باید د دې وړتیا ولري چې د پروګرامونو د مسلکي پلانجوړونې، د هغوی د پلۍ کول د مدیریت او د ټولو اقدامونو د اغیزمنتوب او پایښت د تامین په لاره کې د افغان شریکانو سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملي او نړیوالو کارکوونکو امنیت د المان حکومت لومړیتوب دي. په هیواد کې وضعه په دوامداره توګه څارل کیږي او که اړتیا وي د خویندیتوب مناسب اقدامونو نیول کیږی او اړینو نورمونو ته ځای په ځای  سمون ورکول کیږی. که چیرې اړتیا وي چې نړیوال کارپوهان په موقته توګه افغانستان پریږدي، کارونه به نه شنډیږي. د افغان پرسونل د ظرفیتونو د پیاوړتیا په پایله کې پروګرامونه بې له ځنډه دوام مومي. برسیره پردې، د کار د دوام مدیریت په دوامدار ډول آزمویل کیږي: کله چې نړیوال کارکوونکي ونشي کولای په موقته توګه په ساحه کې شتون ولري، د کارونو پرله پسې مدیریت بیا هم تضمین لری. دغه موډل خپل برۍ ثابت کړی دئ او په دوامداره توګه پراختیا مومي. د پلانجوړونې د پړاو نه وروسته، پروګرامونه په داسې توګه طرحه شوي دي چې د دې امکان ورکوي چې حتي که د هیواد نه بهر د لرې واټن نه مدیریت کیږی. د ټولو امنیتی نورمونو په پام کې نیولو سره دا کار د ملي همکارانو د فعال ګډون او د هغوی سره د نږدې همکارۍ له امله د المان د همکارۍ په ټولو پروژو او پروګرامونو کې امکان لري. له همدې کبله، د المان د همکارۍ پروګرامونه کولای شی په سختو امنیتی شرایطو کې پلۍ شي او د هغو کیفیت او اغیزمنتیا تامین شي.

د المان د پراختیایي همکاریو پایلې
 

Screen shot CevTracker

د پایلو په لاس راوړنه، څارنه او نقادانه ارزونه – د افغانستان سره د المان پراختیایي همکاري څنګه پر مخ ځي

د دې لپاره چې د افغانستان سره د همکارۍ د اقدامونو چلندونه او اغیزې په دوامداره توګه ښه والۍ ومومي، د المان حکومت د ستراتیژۍ د پلۍ کولو پرمختګ څاري اود بیلابیلو پروګرامونو پایلو ته کره کتنه کوي. اقدامونه په منظمه توګه ارزول کیږي.  

اړوند >