پایښتونکي اقتصادي پراختیا

جګړې او شخړې د افغانستان د بیخبنا د لویو برخو د منځته تللو سبب شوې او عامه خدمتونه اغلباً شتون نه درلود. د برښنا او اوبو رسونې او ټرانسپورت د شبکو، او د ښوونځیو او روغتونونو د پراختیا په لاره کې هڅې یوازې د هیواد په ټاکلو سیمو کې شتون درلود، او دغه خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي. سربیره پردې، دغه هیواد د موسمي طبیعي نارویو قربانی کیږي چې وچکالي او سیلابونه یو په بل پسې هغه ته زیان رسوي. افغانستان اوس هم د نړۍ د یو تر ټولو بې وزلو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیایي ادارې (UNDP) د ریپوټ له مخې افغانستان د ۱۳۹۵ کال د بشري پراختیا په لست کې د ۱۸۸ هیوادونو په ډله کې په ۱۶۹ شمیره کې ځای ونیو.

د افغانستان ملکي بیاجوړونه سوداګرۍ او اقتصادي ودې ته لاره اواره وي. په تیره لسیزه کې د ودې د مثبتو کچو سره سره، افغان دولت تر اوسه هم تر زیاته حده پورې د نورو هیوادونو په مالي مرستو تړاو لري: د هیواد د ملي بودجې ۶۶ سلنه د نړیوالې ټولنې له خوا تمولیږي. د نړیوال بانک د اټکل له مخې د افغانستان کورنۍ ناخالص محصول په ۱۳۹۵ کال کې ۱۹٬۴۶ بیلیونه امریکایي ډالرو ته ورسید. د پرتلې په توګه، دغه رقعم په المان کې ۳٬۴۶ تریلیارده امریکایي ډالر وو. د افغانستان د کورني ناخالص محصول نیمه برخه د خدمتونو سکتور او ۲۲ سلنه یې کرهنه جوړوي. صنعتي تولیدات د هغه یوه ډیره کوچنۍ برخه جوړوي. دا هیواد همدارنګه په وارداتو تړاو لري په داسې حال کې چې افغانی محصولات په سختۍ سره په نړیوالو بازارونو کې سیالي کولای شي.

څرنګه چې د اکثر افغانانو ژوند په کرهنې پورې تړلی دی، دې ډګر ته ځانګړې پاملرنه کیږي. په اوږدمهال کې د محصولاتو د کچې لوړول، د ګڼ شمیر کورنیو د عوایدو زیاتول او د کار د نویو امکاناتو برابرول په نوموړي ډګر کې لومړیتوب لري. په همدې دلیل، د افغان-المان د همکارۍ اداره خپله پاملرنه د افغانی بزګرو او متشبثینو د پاره د سلامشورې او روزنیزو خدمتونو برابرولو ته او همدارنګه په کلیوالي سیمو کې د بیخبنا لاپراخولو ته اړوي. د دې ډول فعالیتونو موخه تر ټولو دمخه داده چې د کار لړۍ ډیرې اغیزمنې، ډیرې ګټورې او د تخنیکي له پلوه ډیرې موثرې کړي او ښځې په هغو کې شاملې کړي.

د اقتصادي پراختیا په ډګر کې زمونږ د کار په باب د نورو معلوماتو دپاره د پروژې توضیحاتو او د "کیسو" برخې ته مراجعه وکړی.

زمونږ کار پدی برخه کي

د افغانستان په شمال کې د پایښتونکي اقتصادي ودې ټینګښټ د دې لپاره چې پایښتونکي اقتصادي وده تحریک شي، د افغاني کروندو محصولات زیات شي او کارموندنه پیاوړې شي، د المان حکومت د افغانستان په شمالي سیمو کې د اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي. more
بیخبنایي پراختیا په شمال کې د معیشتونو د منځته راتللو سره مرسته کوي د المان حکومت د افغانستان په شمال کې د بیخبنایي اقدامونو ملاتړ کوي تر څو اوسیدونکي وکولای شي سوداګریزو، اداري، روغتیایي څرانې او د معارف خدمتونو او فرصتونو ته لاسرسۍ پیداکړي. more
د مسلکي زده کړو وده او د ځوانانو د وزګارتیا پرضد مبارزه دد لپاره چې د خپلو پارټنرانو سره یوځای په افغانستان کې د مسلکي ښوونځیو یو اوږدمهال سیستم منځته راوړو چې د حکومت او ټولنې د منلو وړ وي، د المان فدرالی حکومت په هیواد کې د خپل افغاني شریک څخه ملاتړ کوي چې د مسلکي ښوونځیو ښوونکي وروزي او د مسلې زده کړو شرایط منځته راوړي یا هغوی ته سمون ورکړي. more

زموږ کيسې

Twitter icon
Facebook icon