دولتی ارګانونه د ټولنې د استنادي ستنو په توګه

د دې لپاره چې په دولتي ادارو باندې د افغانستان د خلکو باورتیا غښتلې شي، د المان فدرال حکومت د دولتي جوړښتونو د پراختیا او مسلکي کارکوونکو د روزنې څخه په ځانګړې توګه د هیواد په کلیوالي سیمو کې ملاتړ کوي.

وضعیت

د افغانستان دوه دریمه برخه په کلیو کې ژوند کوي. خو په ولایاتو او لیري ولسوالیو کې دولتي جوړښتونه تقریباً شتون نه لري او دولتي خدمتونو ته د اوسیدونکو لاسرۍ ګران دی. مګر د افغانستان د پراختیا د پاره د هیواد د سیمو پراخول بنسټیز رول لوبوي. دلته هغه څه چې ډیر ارزښت لري دحکومت او ادارې د فعالو جوړښتونو په نسبت د خلکو باورتیا ده.

موخه

د ولایاتو او ولسوالیو په کچه حکومتي ادارو ته باید توان ورکړل شي چې وکولای شي په راتلونکي کې اداري دندې په یوازې توګه ترسره کړي او له دې لارې د خلکو اړتیاوې رفع کړي. دا کار د خلکو د ژوند کیفیت ته سمون ورکوي. په عین حال کې د محلي ادارو په نسبت د خلکو باور لوړیږي. دلته د افغانستان شپږو شمالي ولایاتو ته پاملرنه کیږي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

د ښې حکومتوالۍ په ډګر کې د المان-افغان د پراختیایي همکارۍ پروګرام هراړخیزه دی او لاندې موخې لري:

  • د ملي، سیمه ایزو او محلي جوړښتونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پیاوړي کول
  • په ولایاتو او ولسوالیو کې د خلکو د اړتیاوو سره سم د دولتي خدمتونو پراخول او عرضه کول
  • د دولت او ټولنې تر منځ اړیکو او کمونیکیشن ته سمون ورکول
  • د بحران د مخنیوي او سملاسي مرستو د کولو په اړه د دولتي ارګانونو د کارکوونکو روزل

دغه پروګرام په ملي او ولايتي کچه د سلامشورې د اوسني پروګرام له لارې د دولتي ادارو او نهادونو سره مرسته کوي چې خپل د کارونو پلان طرحه کړي او د کار ظرفیتونه منځته راوړي. د غوښتنې پر بنسټ د ملکي او اداري کارکوونکو د روزنې له امله اوس دوی کولای شي چې د خلکو لپاره ښه خدمتونه وړاندې کړي. له ۱۳۹۰ کال راهیسې په ټولیزه توګه ۹۲۱ روزنیز کورسونه د شاوخوا ۴۷۰۰۰ کسانو د پاره چې ۱۰۵۰۰ تنه یې ښځې وې جوړشویدي. په کورسونو کې راز راز موضوعاګانې لکه د پروژې پلان جوړونه او غوښتنه، رپوټ ورکول، محاسبه، څارنه او ارزونه، د بشري منابعو او د دفتر مديريت، تدارکات، معلوماتي ټکنالوژۍ، د فساد پرضد مبارزه، د ښځو او نارينه وو مساوات، د اتباعو حقونه او مکلفیتونه شامل وو.

د عامه غونډو په مرسته د حکومت او خلکو ترمنځ ډیالوګ ټینګیږي. په دې توګه د افغانستان حکومت دیته راپارول کیږي چې د خپلو اجراآت حساب ورکړي او په راتلونکي کې د خلکو د انعکاسونو میکانیزمونه ترویج کړي.

د معلوماتي اقدامونو او روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ، باید بیخبنا پراخه شي او سمون ومومي. د دندې دغه دواړه ډګرونه یو له بله سره تړلي دي. له همدې امله، دا پروژه  د افغانستان د شمال د پاره د سیمه ایزو ظرفیتونو د پراختیا د وجهي صندوق (RCDF) د بیخبنایي اقدامونو پر بنسټ چې د  KfW د پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي، کار کوي. د بیلګي په توګه، د تخار په ولایت کې د یوه سړک په ودانولو سره اوس خلک په آسانۍ سره کولای شي حکومتي ادارو ته لاسرسۍ ولري. د دې پروژې ګام اخیستنه څواړخیزه دي: د څښاک د اوبو د سیستمونو د بیارغونې څخه نیولې بیا د لمریزو سرچینو د برابرولو او امنیتی ملاتړ د کولو او د دولتي ادارو، روغتیایي مرکزونو او د ښځو د ساتنې د مرکزونو د ودانیو تر ترمیمولو پورې. تر اوسه د ۹۰ نه زیات ودانیز او د بیارغونې ګام اخیستنه ترسره شوي دي.

سربیره پردې، دا ضروري ده چې اداري ارګانونه او د هغوی کارکوونکي او همداراز د اړونده سیمو اوسیدونکي د بحران د مخنیوي او سملاسي مرستو په ډګرونو کې روزنه ومومي. د ۱۳۹۳ کال د طبیعي نارویو د سختو پایلو له امله د المان فدرال حکومت د بدخشان ولایت څخه د بحران د مخنیوي په برخه کې ملاتړ کوي. د ریسک د یوې نقشې په کارولو سره زیان منونکي سیمې په نښه کیږي چې د ولایت چارواکي باید د بحران نه وړاندې اړین تدبیرونه د بحران د مخنیوي د پاره طرحه کړي. د بیلابیلو نهادونو او سازمانونو کارکوونکي په روزنیزو پروګرامونو کې د یوبله سره په نږدې همکارۍ کې روزنه مومي چې په څه ډول د جي پي ایس، جیولوژیکی سیستمونو او ګوګل ارت څخه په موخیزه توګه ګټه پورته کړي. همدارنګه اړونده سیمه ایزې ادارو په اضطراري حالت کې د اداري دندو په اړه هم روزنه موندلې ده. د دغو اقدامونو له برکته د سیمو اوسیدونکي د یوه بحران د راپیښیدو په صورت کې په ډیره ښه توګه سمبال شوي دي: سیمه ایز او ملي نهادونه په همغږۍ له یو بل سره په ګډه کارکوی، کولای شي په چټکۍ سره پریکړه وکړي او همدارنګه دمرستې د موډرنو وسیلو او د محل د تثبیت د سیستمونو څخه ګټه اخلي. نور بیخبنایی او د ځنګل ایښودنې ګام اخیستنه د سیلابونو په وړاندې د خلکو ساتنه پیاوړې کوي. د سړکونو، بندونو یا کانالونو ودانول د سیلابونو څخه مخنیوی کوي او د ډیرو زیاتو اوبو په انحراف کې مرسته کوي.

په یو نظر کي

په تخار، سمنګانو، کندوز، بلخ، بغلان او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د ښې حکومتوالۍ څخه ملاتړ
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د محلي ارګانونو خپلواک ریاست، د مالیې وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ښځو د چارو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
د هیواد په کلیوالي سیمو کې د خدمتونو د عرضه کولو او د اوسیدونکو غوښتنو ته د ځواب ورکولو په موخه د دولتي ارګانونو پیاوړي کول
ټوله موده:
چنګاښ ۱۳۹۳ – ورئ ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon