د افغانستان په شمال کې پاکې اوبه

د افغانستان په شمالي ښارونو کې د اوبو رسونې د شبکې د سمون او همدارنګه د څښاک د اوبو د کیفیت د تامینولو په موخه د المان فدرال حکومت د اوبو رسونې د بیخبنا د اړینې پراختیا څخه ملاتړ کوي.

وضعیت

د ولایاتو په ښارونو کې د ۲۰ سلنې نه لږ اوسیدونکي د اوبورسونې د مرکزي سیستمونو او د خلکو یوازې ۵ سلنه د ناولو اوبو د دفع د سیستمونو سره نښلول شویدي. په ډیر سیمو کې د اوبو کمیابه سرچینې تر زیاتې کچې پورې کارول کیږي او ناولې کیږي. دودیزه هوارې چینې اغلباً وچې شوي دي، د مالګې سره مخلوط شوي یا د بکتریاوو نه ډکې دي. دا کار د روغتیا د منفي پایلو لکه نرئ رنځ، کولرا او نورو ناروغیو سبب ګرځي. د اوبو د کموالي له امله خلک اړ کیږی چې د ډیرو پیسو په ورکولو سره د اوبو د ټانکونو څخه ګټه واخلي یا د عامه څاګانو څخه اوبه په لاس راوړي.

موخه

د افغانستان په شمال کې د ښارې اوبو رسونې دسمون ورکولو سره په پام کې ده چې د اوسیدونکو د ژوند شرایط ښه شي او د ناویلو اوبو څخه پیداشوې ناروغۍ کمې شي. 

اقدامونه او پایلې

د ودانیزو کارونو نیغې پایلې د پام وړ دي: د بلخ ولایت د بلخ په ښار کې د ۷۵۰ نه زیات کورونه او د څښاک د اوبو آتو عامه شیردانونه د اوبو رسونې د شبکې سره ونښلول شول چې د هغو څخه ۹۹۰۰ تنه اوسیدونکي ګټه پورته کوي. د څاګانو د نښلولو او د اوبو د زیرمې د ظرفیتونو او د ویشنې دشبکو په پراختیا سره د اوبو رسونې بنسټ دخلکو د اړتیاوو سره سم د څه نا څه ۳۴۰۰۰ تنو اوسیدونکو دپاره چمتو شو. هغوی اوس کولای شي هر یو د ورځې تر ۴۰ لیترو پورې اوبه په لاس راوړي.

د کندز ولایت د امان صاحب په ښار کې ۵۲۷ کورونه او د اوبو دری عامه شیردانونه د اوبو رسونې د شبکې سره ونښول او تمویل شول او په پایله کې یې شاوخوا ۶۱۰۰ تنه اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پیدا کړ. په دې توګه د ۴۹۰۰۰ تنو اوسیدونکو دپاره د څښاک اوبه برابریږي چې هر یو کولای شي د ورځې ۴۰ لیتره اوبه په لاس راوړي.

د بدخشان ولایت د فیض آباد په ښار کې د څاګانو او د اوبو د زیرمو ودانیز کار او د لویو عمومي نلونو احداثول په ۱۳۹۷ کال بشپړ کیږي. اوس مهال هلته په پام کې ده چې ۱۷۰۰ کورونه د شبکې سره ونښلول شي چې په دې توګه به ۳۸۰۰ تنه اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پیداکړي. په راتلونکي کې دا کار به د ۷۵۰۰۰ تنو اوسیدونکو دپاره د څښاک د اوبو رسونه تامین کړي.

په دریو نوموړو ښارونو کې د اوبو رسونې د سیستم او شبکو پراختیا او د عامه شیردانونو په جوړیدو سره به د دغو ښارونو اوسیدونکي د ژوند د لا ښه کیفیت څخه ګټه پورته کړي. په دې توګه به د ناویلو اوبو څخه پیداشوی ناروغی هم په راتلونکي کې کمې شي او تر زیاته حده پورې به د هغو نه مخنیوی وشي. سربیره پردې، هیله ده چې د څښاک د اوبو د منظمې رسونې له لارې په سیمه کې اقتصادي پراختیا ته سمون ورکړل شي.

ښاري او ګڼه ګوڼو سیمو ته د پروژو د پاملرنې له امله زیات شمیر خلک د ودانیزو اقدامونه څخه ګټه پورته کوي. تر اوسه پورې په ټولیزه توګه شاوخوا ۹۶۰۰۰ تنه نور اوسیدونکي د ودانیزو اقدامونو د بشپړیدو څخه ګټه پورته کړیده. یعنې د اوبو رسونې د نویو شبکو په ودانولو سره د بغلان ولایت د پلخمری ۲۲۰۰۰ تنه اوسیدونکي، د تخار ولایت د تالقان ۱۷۰۰۰ تنه اوسیدونکي ۹۰۰۰۰ تنه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ او د بلخ ولایت د مزارشریف ۱۰۴۵۴۰۰۰ تنه اوسیدونکي د څښاک د پاکو اوبو څخه ګټه اخلي.

په یو نظر کي

په بغلان، تخار، کندوز، بدخشان او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه.
پروګرام:
د کوچنیو او منځینو ښارنو د پاره د اوبو رسونه (NC I + II)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت، د افغانستان د ښاري اوبورسولو او کانالیزاسیون ریاست
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایی بانک
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, کندز, تخار
د پروګرام موخه:
د ولایاتو د ټاکلو کوچنیو او منځنیو ښارونو کې د اوسیدونکو د روغتیایي وضعې او د ژوند د کیفیت سمون
ټوله موده:
له ۱۳۸۷ نه تر ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon