د پاکو اوبو دپاره څرګنده مقررات او روزل شوي مسلکي کارکوونکي

د څښاک اوبو ته لاسرسۍ او د فاضله اوبو دوامداره مدیریت په سیمه کې روزل شوي مسلکي کارکوونکو او همداراز واک لرونکي او اغیزمنو نهادونو ته اړتیا لري. په همدې سبب دالمان فدرال حکومت د افغانستان څخه د اړینو حقوقي او اداري جوړښتونو او د اغیزناکه مدیریت د کړنلارو د جوړولو او د سیاسي لارښوونو د ستراتیژیک پلې کولو په لاره کې ملاتړ کوي.

وضعیت

په افغانستان کې ګڼ شمیر وګړي حتي نن هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نلري. د اوبو کمیابه سرچینې په زیاتیدونکي توګه د حد نه زیات کارول کیږي او ناولې کیږي. همدارنګه د حفظ الصحې چارې هم نابسیا دي. د کابل، کندز او هرات د څو غیرمتمرکزو سستمونو څخه پرته، په افغانستان کې د فاضله اوبو تصفیه یا دفع کول اصلاً شتون نلري. دغه ټولې نیمګرتیاوی د خلکو پر روغتیا بایندې منفي اغیزه کوي. نه یوزاې نوې بیخبنا شتون نلري، بلکه د اوبو رسونې اوسني سیستمونه هم زاړه شوي دي. له دې کبله د اوبو دلیږدولو په اوسنیو نلونو کې د پریمانه سوریو له المه زیاتې اوبه ضایع کیږي. د اړینو قوانینو د نشتوالي، او همداراز نااغیزمنه مدیریت او د محاسبې د ناکاره لړیو تر څنګ، د اوبو رسونې په ډګر کې د ماهر او بسیا پرسونل کمښت هم لیدل کیږي.

موخه

د اوبو د سکتور د نهادي،سازمانی او حقوقي ریفورمونو له لارې په افغانستان کې د اوبو د یوه دوام لرونکي اقتصاد دپاره د شرایطو چوکات برابریږي. موخه داده چې د اوبو رسونې او د فاضله اوبو د دفعې یو ډاډه او د ژوند د چاپیریال له پلوه دواملرونکی سیستم و همداراز د هیواد د اوبو د زیرمو ساتنه تضمین شي. د دې کار شرط د شرکتونو اقتصادي اغیزمنتوب او ګټورتیا ده.

پایلې

د افغانی شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې د اوبو د اقتصاد شرایطو په وروستیو کلونو کې د پام وړ سمون موندلی دی. د اداري او تخنیکی سلامشورو له برکته په هیواد کې د څښاک د اوبو کیفیت لوړ شوی دی. سربیره پردې، زیات شمیر کورنۍ د اوبو رسونې د شبکې سره تړل کیږي. د ښارجوړنې وزارت، د ښارې اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست او د اوبو رسونې ښاري ریاستونه د سلامشورو د پراخه کارونو او همداراز د تخنیکي، مالي او محاسبې په څانګو کې د خاصو روزنیزو پراګرمونو څخه ګټه پورته کوي. یوازې د اوبو رسونې په ریاست او لاندې ادارو کې د دې پروژې په مرسته د ۲۰۰۸ کال راهیسې د نوموړوادارو د بیلابیلو څانګو ۱۹۰۰ تنو کارکوونکو روزنه موندلې ده. ځکه د اوبو رسونې د کارخانو په اغیزمن فعالیت او د ګټور اقتصاد پر بنا منجمنت، مفاد هم په لاس راتلای شي چې د کارخانو د فعالیت د لګښتونو او د بیخبنا د پراختیا او ساتنې دپاره ورځنې کار اخیستل کیدای شي.

د اوبو په اړه د افغانستان په ملي تګلاره کې د اوبو د سکتور غیرمتمرکز کول یاد شوی دی. په راتلونکي کې به پریکړې نه یوازې د وزارتونو په کچه په کابل کې بلکه د ولایتونو په کچه هم کیږي. په دې اړه دغه پروګرام د افغاني نهادونو څخه ملاتړ کوي چې په هیواد کې د اوبو تګلاره په ډیره ښه توګه پلۍ شي. دلته په تیره بیا په ملي او ولایتي کچه د اوبو د اقتصادي چوکاټي پلانونو د تدوینولو څخه ملاتړ هم شاملیږي.

د دې لپاره چې سره له دې د اوبو د اوسنیو سرچینو ساتنه په اوږدمعال کې تامین شي، په ګڼ شمیر سیمو کې د مځکې لاندې اوبو د وضعې د څارنې اسلوبونه ترویج شوي دي. د بیلګي په توګه په کابل کې په منظمه توګه شمیرې او معلومات راټولیږي او ارزول کیږي. دافغانستان د اوبو او برښنا په وزارت کې سربیره پردې د اوبو مځکې پیژندونکي روزنه مومي چې د اوبو د ساتنې سیمي را وپیژني او د اوبو د ساتنې دپاره لومړني اقدامونه پلۍ کړي. د اوبو د کیفیت د منظمې او دومدارې ارزونې په موخه، دا پروګرام د کابل ښار د اوبو رسونې په اداره کې د څښاک د اوبو د یوه لابراتوار د ودانولو کار پیل کړ.

سربیره پردې، د دې پروګرام په مرسته د فاضله اوبو او د څښاک د اوبو دپاره د یوه پایښتونکي او د ژوند د چاپیریال دشرایطو سره برابر منجمنت په باب یو سیاسي لارښود ولیکل شو. په دې اړه د فاضله اوبو د دفعې دپاره په هرات، کندز او مزارشریف کې لومړنۍ بیلګي کارخانې جوړې شوې.

د هغې تر څنګ، دا پروګرام د  KfW د پراختیایي بانک په همکارۍ په افغانستان کې د فاضله اوبو د دوو لوبغاړو – یعنې د ښارجوړونې د چارو وزارت او د ښارې اوبو رسونې او کانالیزاسیون ریاست – څخه د کابل ښار دپاره د فاضله اوبو او د باران د اوبو د منجمنت په باب د یوه پراخه پلان د تدوینولو په ډګر کې ملاتړ کوي.

په یو نظر کي

په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د اوبو د سکتور د اصلاحاتو پروګرام (WSIP)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د اقتصاد وزارت، د ښار جوړونې وزارت، د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغانستان د ښاري اوبورسولو او کانالیزاسیون ریاست، د ژوند د چاپیریال ملي اداره
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بلخ, هرات, کابل, کندز
د پروګرام موخه:
په افغانستان کې د اوبو د یوه دوامداره ښاري اقتصاد دپاره د نهادي، سازماني او حقوقي شرایطو سمون
ټوله موده:
مرغومئ ۱۳۹۲ تر غبرګولي ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon