د پراختیا شفافه طرحه کول او پلۍ کول

په افغانستان کې ولایتې ادارې دنده لري چې د خلکو دپاره بیخبنا او عامه خدمتونو ته لاسرسۍ تامین کړي. د المان فدرال حکومت د دغو ادارو څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان په شمال کې بیخبنایي ګام اخیستنه پلۍ کړي، د کارونو لړۍ د پلان سره سم طرحه کړي او هغه په یوازې او ښه توګه ترسره کړي. په دې ډول دا حکومت مرسته کوي چې د افغانستان د خلکو ټولنیز-اقتصادي پراختیا وده وکړي.

وضعیت

د هیواد زیات شمیر خلک د افغانستان په شمال کې بیخبنا او دولتي خدمتونو لکه سړکونو، پلونو، د اوبورسونې سیستم، د څښاک پاکو اوبو، د سیلابونو په وړاندې ساتنې، د برښنا انرژۍ، روغتیایې څارنې او ښوونې او روزنې ته یوازې محدود لاسرسۍ لري.

موخه

په شپږو شمالي ولایاتو کې د پروژې په ملاتړ باید مسئولې ادارې په راتلونکي کې وکولای شي په یوازې توګه پراختیایي ګام اخیستنه طرحه او پلۍ کړی او د بیخبنا څخه ساتنه او څارنه وکړي او په دې کار کې په خپل مسئولیت په شفافه توګه او د خلکو د اړتیاوو سره سم عمل وکړي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

د بیخبنایي اقدامونو په چوکاټ کې سړکونه، د سیلابونو په وړاندې استنادي دیوالونه، د اوبولګولو کانالونه، د برښنا د برابرولو شبکې او ښوونځۍ ودانې شوې دي. اوس مهال د مثال په توګه لس ښوونځۍ د ودانیدولو په حال کې دی، دوولس نورې ښوونځۍ هم په پلان کې شاملې دې. سربیره پردې، د ۳۰ کیلو مترو په اندازه د سړک غاړې سړکونه او د شاوخوا ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي جغله لرونکی سړکونه د بلخ او بدخشان په ولایاتو کې ودان یا بیارغول شویدي. نور ودانیز ګام اخیستنه هم په پام کې دي. ډیرې ښې ترانسپورتي لارې ښوونې او روزنې او اقتصاد ته د خلکو لاسرسۍ آسانه کوي، په سیمو کې اقتصادي پرمختګ زیاتوي، او په سیمه کې د خلکو د ژوند کیفیت او بالاخره د هغوی راتلونکی لرلیدونه لوړوي. د تخار ولایت په مرکز تالقان کې نن د ۴٬۹۵ کیلومترو په اوږدوالي یو ساتندوی دیوال د ۳۰۰ هکتارو په مساحت د یوې کرهنیزې مځکې څخه د سیلابونو په وړاندې ساتنه کوي. د اوبو لګولو کانالونه چې د ۸۲ کیلومترو په اوږدوالي د بدخشان او بغلان په ولایاتو کې نوي ودان یا بیارغول شوي دي د بزګرانو سره مرسته کوي چې خپل محصولات زیات کړي. سربیره پردې، د برښنا د شبکې د پراختیا دپاره دوه پروژې نږدې بشپړېږی. په کندز او بغلان کې د څه نا څه ۶۰۰۰۰ اوسیدونکو دپاره به د برښنا د انرژۍ برابرول سمون ومومي.

د پروژې ټیم د بیخبنا د پراخولو تر څنګ د منجمنت د روزنیزو پروګرامونو، لارښوونو یا د خدمت په مهال د روزنې له لارې د وزارتونو یا اقتصادي ادارو د کارکوونکو د روزنې څخه ملاتړ کوي. په دې توګه تامیندلای شي چې نوې جوړه شوې یا بیارغول شوې بیخبنا په ښه توګه وکارول شي او ساتنه او څارنه ورځنې وشي. په دې ترتیب، د مثال په ډول په یو لړ ځانګریو کورسونو کې انجینران د اندازه کولو په باب خپله پوهه ژوره کوي او په دې ډول کولای شي په راتلونکي کې بیخبنایي پروژې په ډیره ښه توګه طرحه کړي.

د پروژې د ملاتړ په واسطه نه یوازې په اړونده سیمو کې د خلکو د ژوند کیفیت سمون وموند، بلکه همدارنګه د دولتي ادارو او ټاکل شویو استازو په نسبت د هغوی باور پیاوړی شو، ځکه دوی په بیخبنایي اقدامونو کې برخه درلوده. په دې ترتیب، په ولایاتو او ولسوالیو کې فعال، مشروع او ښاریانو ته د پاملرنې جوړښتونه منځته راځي او تر څنګه یې د هیواد اقتصادي پرمختګ ټینګیږي

په یو نظر کي

په تخار، سمنګانو، کندوز، بلخ، بغلان او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د مالیې وزارت
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
د افغانستان د ټولنې د ټولنیز-اقتصادي بنسټونو د سمون په موخه د بیخبنایي اقدامونو کول او د حکومتي او دولتي ارګانونو د پلان جوړونې د پاره د میکانیزمونو منځته راوړل
ټوله موده:
۱۳۹۳ - لیندۍ ۱۴۰۰
Twitter icon
Facebook icon