د یوه اغیزمن او باوري دولت دپاره اصلاحات

د دولتې ادارو د اغیزمن کولو او د اداري فساد د مخنیوي په موخه، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د اصلاحاتو د لړیو څخه ملاتړ کوي او په دې لاره کې مسلکي کارپوهان د افغانستان نهادونو ته ورکوي. له دې ملاتړ څخه نه یوازې افغانی مسلکي کارکوونکي بلکه د هیواد ښاریان هم ګټه پورته کوي.

وضعیت

د څو لسیزو په ترڅ کې وسله والې جګړې د افغانستان د ټولنې بنسټ او دولتي جوړښتونه له منځه یووړل. په پایله کې د دولت او حکومت تشکیلات نااغیزمن او ناروښانه دي، د دولتې ادارې څخه د خلکو ګټه په سختۍ په سترګو لیدل کیږي. د دولتي ادارو کارکوونکي اغلباً د خپلو دندو د ترسره کولو دپاره اړین مسلکي مهارتونه نلري. همدارنګه، هم په ملي کچه په کابل کې او هم د ولایاتو او ولسوالیو په کچه دولتي نهادونه د اجرایي ځواک د کموالي سره مخامخ دي. د هیواد اتباع په دولت باور نلري او دولتي نهادونه د خلکو په منځ کې محبوبیت نلري. د هغه یو له سببونه څخه هم اداري فساد دی.

موخه

د دې پروګرام موخه داده چې د دولتي ارګانونو او عامه نهادونو څخه د دوی د موثریت او اغیزمنتوب د کچې د لوړلو، د اداري فساد د مخنیوي او په دې وسیله د هغوی د سیاسي او اداري دندو او مکلفیتونو د اجراکولو د تامین په لاره کې ملاتړ وکړي.

ګام اخیستنه او پایلې

د پرانیستي پالیسۍ مشورتي وجهی صندوق، په اداره کې د لړیو د اغیزمن کولو په موخه کارپوهان برابروي. د بیلګي په توګه د اداري فساد ضد د خپلواکې کمیټې څخه ملاتړ کیږي چې د هر وزرات په برخه کې د ریسک تحلیل ترسره کړي او د اداري فساد له پلوه هغوی تر څیړنې لاندې ونیسي. د دې څیړنې پایلې اعلان کیږي او د ورکړل شویو سلامشورو پلۍ کول په منظمه توګه تعقیب کیږي.

ودانیز سکتور هم په اداري فساد کې ښکیل دی. د دې لپاره چې د نورو ډګرونو په شان په دې ډګر کې د اداري فساد سره په اوږدمهال کې مبارزه وشي، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د روڼتوب په نړیوال نوښت (Construction Sector Transparency Initiative - CoST) کې شامل شو. د دې نوښت د کار بنسټ یعنی د ودانیز سکتور په باب هراړخیزه څیړنه د نوموړو کارپوهانو له خوا ترسره شوه. په دې څیړنه کې پروبلمونه، معلومات، ارقام او حقیقتونه په جزئیاتو سره ښودل شوي دي.

همدارنګه دا پروژه د افغانستان د جمهوري ریاست څخه د هغه د نوي جوړښټ او همداراز د مهمو او بنسټیزو دندو د تشخیص په لاره کې ملاتړ کوي تر څو د نااغیزمنتوب او مضاعفو کارونو څخه مخنیوی وشي. د اداري اصلاحاتو د دوهم پړاو د پلې کولو په بهیر کې دې پروژې الماني مشاوران د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون په واک کې ورکړل. د ولایاتو په کچه هم د نوموړي کمیسیون د ریاستونو تشکیلات او کړنلارې د جوړښت له پلوه د سره تعریف شول. د ولایاتو او ولسوالیو په کچه ادارې اوس کولای شي خلکو ته پخپله خدمتونه عرضه کړي او په دې توګه ډیر مسئولیت په غاړه واخلي. دغه ګام اخیستنه مرسته کوي چې عامه اداره په راتلونکي کې ډیره اغیزمنه شي.

په افغانستان کې په اقتصادي ژوند کې د ښځو د ګډون قانوني شرایط هم باید اصلاح شي تر څو په دې لاره کې خنډونه له منځه ولاړشي او په اقتصادي ژوند کې د ښځو ادغام وده ومومي.

په یو نظر کي

د کابل په مرکز کې فعالیتونه
پروګرام:
د پرانیستې پالیسۍ مشورتي وجهي صندوق
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د مالیې وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د عامه ادارې ریفورم او د اداري فساد اوږمهال مخنیوی
ټوله موده:
زمرئ ۱۳۸۸ – لیندۍ ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon