د رېښو لرونکو ونو بزغلی د زده کړې په کارخونه واوښت

کرنه په سمنګانو کښې، چې د افغانستان له شمالی ولایتونو یودی په عمده توګه یې کرنیز محصولات مغز لرونکی دانې دی ـ بادام او پسته پکې ځانګړي دی، خو غوښتی (چهار مغز) د وچکالۍ، ګرم او وچ دوبي له کبله په بدو حالاتو کې دی، وچکالۍ، ګرم او وچ دوبي بزګرانو ته دا ګرانه کړې چې په پوره کچه تولیدات ولری، له دې کبله دوی او د دوی کورنۍ یوا ځې کولای شی ژوند وکړی. مغز لرونکې ونې معمولا پوره او د پام وړ ثمره نه ورکوی او بزګران هم د کرنې له ډېرې ساده لارې کار اخلی.

اما د سمنګان ولایت مرګز ایبک یوې سېمې ته نږدې د۶۰ جریب په اندازه عصری کرنه رسېدلې ده  د کرنې او مالدارۍ ریاست (DAIL) د ریښیي بوټو قوریه (بوزغلئ). ساحه د ریښیي بوټو د نوعیت او کچې سره سمه وېشل شوې ده بوزغلئ به وروسته په بزګرانو باندې وپلورل شی، ځکه به دوی بیا وکولای شی چې په لوړه کچه محصولات ولری. په هر صورت، نوموړې قوریه (بوزغلئ) یواځې د ریښیی بوټو د کرکیلې او د راتلونکې کرنېیزو بوټول د لویونې ځای ندي بلکي د زده کړې یوه رښتنې کارخونه ده.  .

وکتور د آلمان د دولت د تلپاتې اقتصادی او دندې د اېجاد کونکې پروګرام (SEDEP) یو کارکونکی له خپلو افغانی شریکانو سره  د کرنې او مالدارۍ ریاست (DAIL) سره له یو کال څخه د ډېرې مودې په ترڅ کې کار کوي. کله چې دئ را ورسېډ ډېرئ بزغلی (قوریې) له حد نه ډېر په وده کې وو او نباتات د آفتونو او ابو د کمښت له لاسه د مرګ (ورکې) سره مخ وو. د وکتور ټول کاری ټیم د میاشتو لپاره په بوزغلیوکې ستړئ کار وکړ د زحمت ثمره یې تر لاسه کړه. بوزغلی (قوریې) اوس په ښه حالت کې دی خو دا بیا د ټولو ښکېلو کسانو لپاره د زده کړې یو بهیر وه

وکتور په ګوته کړه: ”زه د باغدارۍ اړوند د زدکړې اړینه تجربه لرم، اما زه باید په دغه ځانګړی ما حول کښې د کر کیلې په اړه ډېر څه زده کړم. د نوي پوهې په دوامداره توګه د ترلاسه کولو لیوالتیا پدې برخه کې خورا مهم ده، همدا لامل دی چې زه مې خپل همکاران هڅوم چې پوښتنې وکړی. او په پرلپسې توګه یې هغه غبرګون وګورم کوم چې دوی یې د راتلونکې چارو د ښه تر سره کولولپاره ښيی. دا د ژغورنې موضوع ده- اود رېښې لرونکو ونو په بوزغلیو کې دا د خلکو د خوښې وړ ده

”اوه دې ته وګوره! “- خبرې اترې ودرېدې- وکتور په یوه وړه ونه باندې یوه حشره لېدلې ده. د جاوېد په نوم یو همکار هغه را واخیسته. دوی په ګډه ددې ستونزې پلټنه کوی (موضوع څېړی) دواړه ډېر پارېدلی دی. دوی وپتېیله چې دا یوه کنه (ګونډخه) ده چې د بوزغلی لپاره ښه نده، دا پدې معنی چې دوی باید له دې څخه د خلاصون چاره پیدا کړی. جاوېد وسپړله: ” دغه شان موږدلته زده کوو: په لیدلو کتلو،څېړلو او همدارنګه په تجربه کولو سره. ما د ډېرو حشرو په اړه لوستلی دی او اوس زه پدې پوهېګم چې کومه یوه ښه ده او کومه ښه نده

محمد ابراهیم د کرنې او مالدارۍ په ریاست (DAIL) کې د بوزغلیو (قوریو) مدیر پدې هوکړه کوی چې د  وړ وړ ضرری حشراتو د پژندلو توان لری دئ په پایله کې له هغه څه خوښ دی چې د اوبو لګولو په اړه یې زده کړی دی: ” په هر صورت زموږ لویه ستونزه د اوبو کمښت وو ډېرئ وختونه به بوټي دېر تږی او وچ وو کوم چې د دوی ودې ته تاوان رسوي له ښاغلی وکتور نه مې داوبو لګولو او اوبو د استعمال په اړه وړ وړ او ګټور چلونه زده کړل“ محمد ابراهیم د کوچنیو ونو د یو پټي په لور قدم اخلی کوم چې ډېرې کوچنۍ ونې پکې دی. څه چې دلته ځانګړی (خاص) دی د ونې څه چاپېر د خامو خاورو یوه کړۍ (ډنډکئ) دي ښاغلی ابراهیم هغه کلچه (خاورینه) غوړه ډوډي بولی” خاورینه کلچه (doughnuts) د ابو له هخوا دېخوا بهېدلو ساتنه کوی اوبه هغه ځای ته نږدې ساتی چرته چې باید وی یعنې د ونې په چاپېر

ددې لارې چارې پوره کېدنه داده چې چې اوبه دونې رېښو ته نږدې ساتی د ابو لګولو یو نوی سیستم دی کوم چې اوس ځای پرځای شوی دی ډ څڅوبي اوبولګونه. دا اوبه سپموی اوبه پرېږدی چې څاڅکی څاڅکی او ورو ورو تويې شی اوبه نېغ په نېغه د بوټو رېښوته رسوی. دآلمان هېواد د څڅوبی اوبو لګولو سیستم د ځای پرځای کولو لپاره د کرنې او مالدارۍ ریاست  (DAIL) بوزغلیوته پانګه یا  لګښت برابر کړی وکتور وښوده: ” که موږ اوبه په هغه طریقه و کاروو کومه چې طرحه شوې ده موږ به اړ وو چې بوټو ته په کال کې دوه ځله اوبه ورکړو دا د اعتبار کولو څخه پورته فیصله ده په اصل کې تاسو خاورو ته اوبه ورکوی کوم چې اصلآ اوبوته اړتیا نلری د څڅوبی اوبو لګولو سیستم دا شونی کوی چې سرچينی په مؤثره توګه وکاروو کوم چې موږ کولای شو بوټو او ونو ته ټول کال اوبه ورکړو“ محمد ابراهیم زیاته کړه: ” د څڅوبی اوبو لګولو سیستم لوی بدلون راوست. په تېرو کې به ونې په آسانۍ سره وچې دې ځکه چې موږ ورته اوبه نشوی ورکولئ. پرله پسې – په ناسمه توګه د سرچینو کارونه اوس یې بدلون کړئ موږ اوبه سپمووځکه چې اوبه د خاورو د اوبه کولو لپاره نه کاریږی بلکی یواځې د ونولپاره یې کاروو

د بوزغلی کاری ډله په خپلو بریاوو کښې پاته نده راغلی. دوی ټول د خپل کار پراختیا او دوام او مسلک ته خوښ دی، د چاپریال شرایطو په پام کې نیول دوی د کښت تطبیق ته وړی. په دې کړونو سره، دوی اوس مهال هغه نیالګیو ته وده ورکوی کوم به چې دسمنګانو غرنیوسیمو کې د عوایدو په کچه او د د ایسافیوټیا (انجې) بوټې په ډېروالی کښې د پام وړ بدلون ووینی. د نوموړې ګیا په ریښو پورې نښتې سرښناکه ماده د اوږې خوند لری او معمولآ په هندوستان کې کارېږی. وکتور یوه بوټی ته په اشاره سره وویل هغه یو بوټئ یوه کيلو ګرام کنډ  (سرښناکه ماده) تولیدوی چې کم زیاد په ۱۰۰ سل یورو پلورل کېږی له دې کبله د انجې بوټی تروسه پورې په افغانستان کې په بریالۍ توګه ندی کرل شوی، په هر توګه هغه خلک چې د ایبک په بوز غلیو (قوریو) کې کار کوی دوی خاوره څېړلې ده- وکتور هم ځېنې وختونه ورته فکر کوی- او دې پایلې ته رسېګی چې انجه به  ددوی په سیمو کې ښه وده وکړی 

حیدر، محمد ابراهیم، جاوېد، وکتور او ددوی همکاران بوټی میندلی کومو ته چې باید پراختیا ورکړل شی. ډېرئ بزګران اوس هم په هغه نظر پاتې دی چې بوټی باید څلور کلن شی ترڅو ورنه ثمره واخلې،هغوی ډېر هیله مند دی او په خپلو ولایتونو کې یې د کرکیلی د لارو چارو لټون ته دوام ورکړی

خپرونه: ۱۳۹۶ کال د غویي میاشت

پروګرام: د تلپاتې اقتصادی پرمختیا او د په کار ګومارنې وده (SEDEP)

پانګه ورکونکې اداره: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت(BMZ)

شریکان: د صنعت او سوداګرۍ وزارت(MoIC) د مالیې وزارت (MoF) د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت (MRRD) د کچونیو پورونو لمړنئ بانګ (FMFB) د افغانستان نړیوال بانګ (AIB) غزنفر بانګ

پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH

ولایتونه: کابل، بدخشان، بغلان، بلخ، سمنګان، کندز او تخار.

زموږ اصلي ستونزه د اوبو نشتواله وه. د ښاغلی ویکتور څخه، ما د اوبو اغیزمنه استفاده او د اوبو کارولو په اړه مختلف تخنیکونه زده کړل. "- د کرنی او آبیاری ریاست کارمند
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector